Sep 25, 2022 16:16 Asia/Kabul
  • په کونړولایت کې له تیر نظامه پاتې سلګونه سپکې او درنې وسلې ددفاع وزارت ته وسپارل شوې

په تیریوه کال کې د افغانستان د ختیز په کچه خواوشاه پنځلس زره میله بېلابېل ډوله سپکې او درنې وسلې راټولې کړي دي. 

زمونږخبریال له ننګرهاره رابور راکړ د افغانستان د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوال قاري ضیا الرحمن ددې ولایت په مرکز اسداباد ښار کې ددې وسلو د سپارلو په مراسموکې وویل دا وسلې چې له تېر نظام نه پاتې او ډیری برخه یې خلکو کورونو ته وړې او یاهم په دولتي ځایونوکې پاتې وې په تېرو یوولسو میاشتوکې راټولې او په خوندي ځآی کې ساتل شوې و . 

 په دې مراسموکې د طالبانو د موقت حکومت دملي دفاع وزارت استازي سعیدالله وویل دا وسلې او مهمات به دیوې رڼې پروسې له لارې اړوندو ادارو ته داړتیا له مخې وسپارل شي . نوموړي وویل په تیریوه کال کې یې د ختیز په کچه خواوشاه پنځلس زره میله بېلابېل ډوله سپکې او درنې وسلې راټولې کړي دي. 

په دې اړه له ننګرهاره زمونږ دخبریال رالیږلی رابور په ګډه سره آورو.

ټیګونه