Sep 26, 2022 07:38 Asia/Kabul
  • طالبانو د پاکستان د وزیراعظم څرګندونو ته غبرګون وښوده

په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست د خپل هیواد خلاف د پاکستان د وزیراعظم د وروستیو څرګندونو په هکله غبرګون ښودلی دی

امیر خان متقي پرون د افغانستان خلاف د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل: د نړۍ غرضي ډلې او استخباراتي سازمانونه نړۍ ته د ترهګرۍ د مرکز په توګه د افغانستان د ورپیژندلو په تکل کښې دي.

امیر خان متقي څرګنده کړه: د افغانستان امنیت دومره پیاوړی دی چې دښمن یوازې په سړکونو او جوماتونو کښې پر مونږ حملې کوې شي.

د طالبانو د حکومت دغه چارواکي زیاته کړه: دا د افغانستان د ښه امنیت نښه ده.

په عین حال کښې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پرون د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کښې د دغه هیواد په هکله د شهباز شریف د څرګندونو په غبرګون کښې وویل: د پاکستان حکومت دې د افغانستان خلاف له منفي تبلیغاتو لاس واخلي او د ښو اړیکو د ټینګولو کوشش دې وکړي.

حامد کرزي څرګنده کړه: په دې اړه د پاکستان د وزیراعظم څرګندونې چې په افغانستان کښې د ترګرۍ مرکزونه دي، له حقیقته لرې خبره ده او د تیرو کلونو پیښو ثابته کړې چې افغانستان د ترهګرۍ قرباني دی.

 

ټیګونه