Sep 26, 2022 07:40 Asia/Kabul
  • طالبانو د تاپي د طرحې اجرا کولو ته چمتووالی اعلان کړ

په افغانستان کښې د طالبانو حکومت د افغانستان له خاورې پاکستان او بیا هندوستان ته د ترکمنستان د ګیس د انتقال د طرحې اجرا کولو ته چمتووالی ښودلی دی

د تاپي (ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان) په نامه د ګیس پایپ لاین ۱۸۱۴ کیلومیټره اوږدوالی لري چې د ترکمنستان ګیس د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته منتقلوي.

د طالبانو حکومت ویلي چې د دغې پروژې د عملیاتي کولو لپاره یې یوه تخصصي کمیټه جوړه کړې ده.

زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې په افانستان کښې د طالبانو د حکومت د مشر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پرون د تاپي طرحې د ګیس د انتقال د شرکت له اجرايي مشر سره په کتنه کښې د افغانستان اوسني حالات د دغې طرحې د اجرا لپاره یو مناسب فرصت وباله او ویې ویل: طالبان په دې لړ کښې هر ډول ملګرتیا ته تیار دي.

ترکمنستان هڅه کوي چې خپل ګیس د تاپي نل لیکې له لارې افغانستان، پاکستان او هندوستان هیوادونو ته صادر کړي خو په افغانستان او د پاکستان په ځینو سیمو کښې د امنیت نشتوالی یې د مخې ترټولو ستر خنډ دی.

 

ټیګونه