Sep 26, 2022 10:12 Asia/Kabul

زمونږ خبریال وايي د یاد خیریه بنسټ مشر میرویس میلمه پال وایي په دغو کسانو کې وروستي سیلاب ځپلي ،بهر ته تلونکي او له بهر نیو هیوادونو نه په زور راویستل شوي ځوانان شامل دي.

د انصار په نوم د خیریه بنسټ مشر میرویس میلمه پال وایي په جلال اباد کې یې دیرش تنو ته د کار کولو او نفقې ګټلو زمینه برابره کړه کړي ده.

 نوموړی وایي هر نفر ته یې یوه لاسي کراچۍ او یوه اندازه تازه میوه ورکړه چې په بازار کې یې وپلوري او ګټه یې د خپلې کورنۍ د اړتیا پوره کولو لپاره وکاروي.

نوموړی وایي د دیرش تنو لپاره یې د لاسي کراچیو او تازه میوو په برابرولو درې سوه زره افغانۍ لګښت کړی دی.

 د انصار خیریه بنسټ مشر وایي په دغو دیرش تنو کې په جلال اباد کې د وروستیو سیلابونو ځپلو کورنیو غړي  او دغه راز پر قاچاقي لارو بهر ته تلونکي او یاهم په زوره له بهرنیو هیوادونو راویستل شوي ځوانان چې ددوې له لورې په ګوته شوي وو شامل دي.

 میرویس میلمه پال وویل له دې کار نه یې موخه دا ده چې دوې په کور دننه خواري مزدوري وکړي او له دې لارې خپلو کورنیو ته حلاله نفقه پیدا کړي 

په افغانستان کې  دوروستي بدلون په راتلو او دبیکارۍ کچې په زیاتیدو سره ډیری ځوانان  پر ناقانونه او قاچاقي لارو بهرنیو هیوادونو ته د تلو هڅه کوي . چې ډیری شمیر یې دلارې په اوږدو کې داړوندوهیوادونودامنیتي ځواکونو له لورې بېرته راګرځول کیږي . یو شمیر یې پر دغو ستونزمنو لارو خپل ژوند بایلي او ډیر لږ شمیر یې پر دې بریالي کیږي چې له سختو کړاوونو تیرولو وروسته خپلو موخو ته رسیږي .

 

ټیګونه