Sep 26, 2022 15:04 Asia/Kabul
  • د ژمي په  راتګ سره ۲۴میلیونه افغانان بیړنیو مرستو ته اړتيا لري

څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا هم په افغانستان کې له ۲۴میلیونه خلکو سره د عاجلو مرستو غوښتنه کړې وه.

د سره صليب نړيوال سازمان په افغانستان کې له څه ۲۴ميلیونه خلکو سره د عاجلو بشري مرستو غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي،چې دغې مرستې ته خلک د ژمي له رارسيدو سره شدیده اړتیا لري.

سره صليب ټينګار کړی،چې د وضعیت خرابوالي ته په کتو سره، مرستندويه سازمانونه بايد افغانستان کې د فعاليت ژر تر ژره لاره پیدا کړي.

څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا هم په افغانستان کې له ۲۴میلیونه خلکو سره د عاجلو مرستو غوښتنه کړې وه.

يادې ادارې ويلي وو،چې وروستيو طبيعي پېښو، قحطۍ افغانان سخت ځپلي او د ژمي له رسېدو سره به ېې ژوند سختو مشکلاتو سره مخامخ شي.

د نړيوالو ادارو د ارقامو له مخې، د افغانستان کابو۹۰فیصده خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

 

ټیګونه