Sep 27, 2022 07:33 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د افغانستان د قندهار ولایت په سپين بولدک ولسوالۍ کښې د یو ډله ایز قبر موندل کیدو ډیر غبرګونونه راپارولې دي

له کابل څخه زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې په قندهار کښې په دغه ډله ایز قبر کښې د موندل شویو مړو شمیر ۱۲ تنه اعلان شوی دی.

د افغانستان لپاره د بشري حقوقو په چارو کښې د ملګرو ملتو ځانګړي رپورټر ریچارډ بنټ په یو ټویټ کښې، په دې هکله د هراړخیزو تحقیقاتو غوښتنه وکړه.

د بشري حقوقو د څارونکي سازمان د آسیايي برخې مرستیال پاتریشیا ګاسمن هم وویل: له دې خبرې د ډاډمنیدو لپاره چې دغه پیښه د غچ اخیستونکو وژلو سبب نه ګرځي، طالبان باید د دې موضوع د څیړنې په لړ کښې له ملګرو ملتو او نورو ارګانونو سره ملګرتیا وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح ا... مجاهد هم په قندهار کښې د ډله ایز قبر موندل کیدو ته په غبرګون کښې وویل: (د افغانستان په تیر حکومت کښې د قندهار د پولیسو قومندان) جنرال عبدالرازق د ظلمونو د وختو یو ډله ایز قبر موندل شوی دی.

د طالبانو یوشمیر نور غړي او رسندوي شخصیتونو هم جنرال عبدالرازق د هغو کسانو د وژلو مسئوله بللی چې په دغه قبر کښې دفن شوې دي.

خو په عین حال کښې د قندهار د پولیسو د پخواني قومندان ځینو پلویانو، طالبان د دغو کسانو په وژلو تورن کړي دي.

د ویلو ده چې جنرال عبدالرازق په ۲۰۱۸ میلادي کال کښې په قندهار کښې د امریکې او ناټو له ځینو پوځي قومندانانو سره له رسمي غونډې وروسته د ډزو په پیښه کښې وژل شوی و.

 

ټیګونه