Sep 27, 2022 13:42 Asia/Kabul
  • طالبانو د پنجشېراوتخار لپاره نوي والیان معرفي کړل

دافغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال محمد محسن هاشمي د پنجشیر د والي په توګه او د قطر د سیاسي دفتر پخواني غړي مولوي ضیاءالدین مدني د تخار د والي په توګه په کار پیل کړی دی.

دطالبانود رهبرۍ له لوري د پنجشېر او تخار د نويو واليانو تر معرفي کېدو وروسته دغه نوي چارواکي د دولتي چارواکو له خوا د يادو ولايتونو د ملکي او نظامي ادارو مسوولينو ته ور وپېژندل شول او په کار يې پيل وکړ.

افغان غږ خبری آژانس وایی  دافغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال محمد محسن هاشمي د پنجشیر د والي په توګه او د قطر د سیاسي دفتر پخواني غړي مولوي ضیاءالدین مدني د تخار د والي په توګه په کار پیل کړی دی.

په همدې حال کې د پنجشیر پخوانی والي ملا محمد شعیب د لوګر د والي په توګه معرفي شوی دی.

د پنجشیر او تخار د نویو والیانو د لوړې په مناسبت جوړې شوې غونډې کې د طالبانو لوړ پوړو چارواکو، پخوانیو واليانو او د هغو ولایتونو یو شمیر ملکي او نظامي چارواکو ګډون کړی وو.

پنجشیر او تخار ولایتونه له بغلان او بدخشان ولایتونو سره یوځای هغه ولایتونه دي چې د اوسني حکومت پر وړاندې په خپلو غرنیو او ستونزمنو سیمو کې د مقاومت د جبهې تر نامه لاندې یو شمېر مخالفتونه  لا هم روان دي او د نويو ټاکنو په ترسره کولو سره د واليانو په خبره، هيله ده چې په دې ولايتونو کې د پخوا په پرتله شخړې او ستونزې کمې شي او د سيمه ييزو حکومتونو له کړنو څخه د خلکو د امنيت او رضايت کچه ​​زياته شي.

 

ټیګونه