Sep 27, 2022 14:30 Asia/Kabul
  • د افغان کډوالو پر وړاندې د ترکیې د پولیسو د تاوتریخوالي دوام د ژمنو خلاف دی

ترکي پولیس پناه غوښتونکي تر نیولو وروسته د کډوالو کمپ ته لېږدوي او بیا یې په زوره په الوتکه کې سپاري او کابل ته یې لېږدوي.

ه افغان کډوالو سره د ترکیې د پولیسوتاوتریخوالي  د دغه هېواد له ژمنو سره سره دوام لري.

 له ترکیې څخه ایستل شوي یو شمېر کډوال د ترکیې د پولیسو له خوا د افغان ښاریزوپر وهلو ټکولو نیوکه کوي.

له ترکیې څخه اخراج شوی افغان مهاجر عبدالغفور وايي د ترکیې پولیس ډیر بد اخلاقه دي. دوی کډوال ووهل.

د طلوع نیوز د راپور له مخې، ترکي پولیس پناه غوښتونکي تر نیولو وروسته د کډوالو کمپ ته لېږدوي او بیا یې په زوره په الوتکه کې سپاري او کابل ته یې لېږدوي.

دغو تاوتریخوالو ته په غبرګون کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي، ترکي چارواکو د دغه وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې ژمنه کړې، چې له افغانستانه به کډوال په زوره نه باسي او د ستونزو د له منځه وړلو لپاره به یې هڅې کوي. په ترکیه کې د افغان کډوالو په اړه یو ګډ کمیسیون د کابل او انقرې ترمنځ جوړ شو.

د مهاجرینو د وزارت د ویاند مرستیال عبدالمطلب حقاني ویلي دي د ترکیې چارواکو ژمنه کړې چې دا ډول کار به بیا نه کیږي چې افغانان په زوره بیرته هیواد ته ستانه شي.

د اریانا هوايي چلند شرکت وايي، په تېره یوه میاشت کې ۱۶۰۰ کسان له ترکیې څخه کابل ته لېږدول شوي دي.

 

ټیګونه