Sep 28, 2022 14:07 Asia/Kabul
  • ستانکزی: د نجونو د ښوونځیو د بندولو هیڅ شرعي دلیل نشته

ستانکزي وویل چٴ هیڅ څوک د جینکو د ښوونځیو د بندولو لباره شرعي دلیل نه لري.

د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت سیاسي مرستیال په افغانستان کښې د جینکو د ښوونځیو په بند پاتې کیدو باندې په نیوکې سره ټینګار وکړ چې هیڅ څوک د ښوونځیو د تړلو لپاره شرعي دلیل نه لري او باید چې سکولونه د ټولو لپاره زرترزره پرانستل شي

د فارس خبري آژانس خبر ورکړی چې د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت سیاسي مرستیال وویل چې د نجونو د ښوونځیو د بندولو لپاره هیڅ ډول شرعي دلیل نشته.

هغه دغه څرګندونې پرون سه شنبه د سیاحت د نړیوالې ورځې د لمانځلو په دستورو کښې وویل چې زده کړې په ښځو او سړي دواړو باندې مطلق فرض دی.

ستانکزي زیاته کړه چې هیڅ څوک د جینکو د ښوونځیو د بندولو لباره شرعي دلیل نه لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال ټینګار وکړ چې ښوونځي باید د ټولو لپاره زرترزره پرانستل شي.

هغه وویل: که ملي وحدت پټول ونه غواړو نو پکار ده چې تبعیض ونه کړو، د تعلیم ور پکار دي د ټولو لپاره خلاص شي.

دا په داسې حال کښې دي چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته له شپږم ټولګي پورته جینکو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ور نه کړې شوه. د سږ کال په پسرلي کښې ټاکل شوې وه چې ټول ښوونځي پرانستل شي خو داسې ونه شول.

ستانکزي هم داشان د خپلې وینا په یوه بله برخه کښې ویلي چې پاکستان خپل هوايي حریم امریکې ته ورکړی ترڅو د دغه هیواد بې پایلټه الوتکې له هلته نه افغانستان ته راشي. هغه زیاته کړه چې پاکستان د دې کار په بدل کښې میلیونونه ډالر ترلاسه کوي.

 

ټیګونه