Sep 28, 2022 17:33 Asia/Kabul
  • طالبانو د افغانستان د کډوالو د میلمستیا په خاطر د ایران قدرونه وکړه:

د طالبانو د موقته حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي چارو مرستیال شیر محمد عباس استانکزي د افغانستان له مهاجرانو د ایران د اسلامي جمهوریت د میلمستیا قدرونه وکړه.

شیر محمد عباس استانکزي په کابل کښې په دستورو کښې په تیرو څلویښتو کلونو کښې د افغانستان د میلیونونو مهاجرینو د منلو او میلمستیا کولو لپاره د ایران په قدرونې سره وویل: د افغانستان خلک نیکۍ نه هیروي او په مناسب وخت کښې به د افغان مهاجرانو د میلمستیا په خاطر د ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا د ایران نیکۍ ورستنه کړي.

استانکزي په عین حال کښې خپل هیواد ته د افغانستان د مهاجرانو د بیرته ستنیدا پرضرورت ټینګار وکړ.

د ایران اسلامي جمهوریت نه یوازې د ښه ګاونډیتوب پراساس بلکې د تمدني، کلتوري او ژبني ګډولو په وجه تل د افغانستان د کډوالو کوربه و او دی او په افغانستان کښې ټول واکمن حکومتونه د ایران د خلکو او د حکومت د مهربانۍ قدرونه کوي.

خو هغه څه چې په دې مینځ ومان کښې د سیمه ییزو ټولنو او د خلکو د پام وړ دي د ایران د خلکو په څنګ کښې د دغه هیواد په ښارونو کښې د افغانستان د کډوالو ژوند کول دي چې سبب شوي د افغانستان مهاجران نه یوازې د پردي توب او د یوازې توب احساس ونکړي بلکې په بیلابیلو کارونو کښې د پراخو مهارتونو په زده کولو هم بریالي شوي دي.

د افغانستان کارپيژاند سید حسین حسیني په دې هکله وايي: د ایران خلکو د خپلو وروڼو او خویندو په شان د افغانستان د مهاجرینو میلمستیا کړي ده او هغوې هیڅکله په کيمپونه کښې نه دي چې د حقارت احساس وکړي.»

که څه هم په افغانستان کښې د تیر یوه کال د سیاسي بدلونونو په دلیل د افغانستان د خلکو مشکلات زیات شوي دي سره له دې د افغانستان بیارغونه د هیواد د خلکو د وګړو هراړخیزه ملګرتیا ته اړتیا لري او په دې مینځ ومان کښې د افغانستان مهاجران چې په ایران کښې له  ښې حرفه اي تجربو او مهارتونو برخور دي د افغانستان د بیا رغونې د هدفونو او د پروګرامونو پرمخ بیولو کښې مهم او ښه رول لوبولی شي.

په دې سربیره په ایران کښې د افغانستان هستوګنه کسانو د ایران د زده کړې او د روزنې په مرکزونو کښې په ټولو سویو او پړاونو کښې علمي روزنې او زده کړې دي دي چې خپل هیواد ته د بیرته ستنیدا په بڼه کښې کولای شي د افغانستان د زده کړې د نظام د کیفیت په لوړولو کښې اغیر شیندونکی او مهم رول ولري.

د افغانستان د مسائیلو کارپیژاند امین فرجاد په دې هکله وايي: په ایران کښې د افغانستان هستوګنه مهاجرینو په ایران کښې د زده کړې په ټولو  سویو او پړاونو کښې تحصیل او زده کړې کړي دي او په افغانستان کښې د زده کړې د بیلابیلو سویو او پړاونو د مدرسینو مهمه برخه په ایران کښې زده کړه کوونکي کسان جوړوي چې دغه برخه نوره هم پیاوړي کیدلای شي.

په هرحال د افغانستان له مهاجرینو د میلمستیا په هکله د ایران له اسلامي جمهوریت څخه د طالبانو قدرونه د دې ښودنه کوي چې د افغانستان له کډوالو سره د ایران د خلکو او د حکومت سلوک او چلند نه یوازې د رضایت وړ دی بلکې خپل هیواد افغانستان ته د بیرته ستنیدا لپاره له افغان  کډوالو د طالبانو بلنه په بیلابیلو کارونو کښې له حرفه اي ځواکونو استفادې کولو ته د طالبانو د ضرورت بیانونکي ده.

سره له دې په دې خبره کښې شک نشته چې طالبان هم د افغانستان د مهاجرینو د بیرته ستنیدا لپاره د ضروري شرایطو تامینولو ته موظف او ژمن دي او د طالبانو تر ټولو مهمه دنده د امنیت ټینګول او د کار او د کسب د پراخولو لپاره د مناسبې زمینې برابرول دي.

بې شکه د افغانستان وطن پرسته خلک به  د امنیت د تامینیدا او د هیواد د بیارغونې لپاره د ضروري زمینې د رامینځته کیدا په بڼه کښې خپل هیواد ته ورستانه شي او په دغه ملي کار به ونډه ولري.

 

ټیګونه