Sep 29, 2022 05:43 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی په ننګرهار کې ځایي وګړي وایي د ښوونځیو ودانیو نه شتون د دوې د اولادونو درسي او روزنیز بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.

ددې ولایت د پوهنې ریاست چارواکي هم مني چې سلګونه ښوونځي یا نویو ودانیو ته اړتیا لري او یا بیخي ودانۍ او نورې اسانتیاوې نه لري.

د دره نور چې د جلال ابادښار په شمال کې پرته یوه غریزه ولسوالۍ ده اوسیدونکي شکایت کوي چې د ښوونځیو د ودانیو نه شتون د دوې د اولادونو د زده کړو بهیر ټکنی کړی او د ګرمې او یا هم بادوباران او سړي هوا پر مهال زده کوونکي خپلو کورونو ته ځي.

 د یادې ولسوالۍ دوه تنه اوسیدونکي وایي که دې ستونزې ته پام ونه شي د دوې د اولادونو راتلونکې هم ګواښي.

د ځایي خلکو تر څنګ د ښوونځیو زده کوونکي هم یادې ستونې اندیښمن کړي او وایي د ښوونځیو سرپنا د نه شتون له امله په ګرمۍ او یخنۍ کې ښوونځي رخصت وي او ددوې درسي بهیر هم ځنډيږي.

د ننګرهار دپوهنې ریاست  چارواکي هم مني چې ډیری ښوونځي یا نویو ودانیو ته اړتیا لري اویا بیخي ودانۍ نه لري.

 د پوهنې ریاست د خپرونو مسول فرهاد ستانکزی وایي دننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې تر درې سوه زیات ښوونځي نویو ودانیو او نورو توکو ته اړتیا لري. د نوموړي پر وینا په همدې شمیره کې بیا تر سلو ډیر داسې ښوونځي دي چې ودانۍ او نورې اسانتیاوې بیخي نه لري او خواوشاه اویا زره زده کوونکي ترشنه اسمان لاندې زده کړې کوي.

ننګرهار د زده کوونکو او ښوونځیو د شمیر له پلوه له پلازمینې کابل او هرات ولایت وروسته دریم ولایت دی خو دښوونیز بهیر ستونزې یې له تېرو دوه لسیزو راهیسې حل شوې نه دي او ورځ تر بلې مخ پر ډیریدو دي.

 

ټیګونه