Sep 29, 2022 16:13 Asia/Kabul
  • د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو له حضور څخه د طالبانو د حکومت له لوري  د مخنیوی ضرورت

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی تاکید وکړ چي طالبان دي د افغانستان په خاوره کې ترهګرو ډلو ته د نورو هیوادونو په ضد د فعالیت اجازه ورنه کړي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی منیر اکرم اعلان وکړ چي طالبان باید د ګاونډو هیوادونو په ضد د افغانستان له خاوري څخه د ترهګرو ډلو د فعالیتونو مخنیوی وکړي.

د پاکستان استازی زیاته کړه چي اسلام آباد د افغانستان ځمکني بشپړتیا او ملی واکمنۍ ته په درناوی سره، د ترهګرو ډلو د له مینځه وړلو څخه ملاتړ کوي.

تر دې مخکې هم د پاکستان لومړي وزیر  شهباز شریف، د ملګرو ملتونو په دوو اویایمه غونډه کې، وویل: افغانستان د ترهګرو ډلو په لوی مرکز بدل شوی دی.

د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرو ډلو د کارولو او د نورو هیوادونو په وړاندې د ګواښ د رامینځ ته کولو مساله، په افغانستان کې د ۲۰۲۱ میلادي کال کې د طالبانو د بیا واکمنېدو را په دیخوا د سیمې او ګاونډ لپاره ژورې اندېښنې رامینځ ته کړي دي.

نورو هیوادونو ته د ترهګرو د زیان د نه رسولو په لړ کې په افغانستان کې د ترهګرو د ځپلو په ضرورت  او د طالبانو د حکومت جدي پاملرنې  باندې د پاکستان د مختلفو چارواکو تاکید په دې خاطر دی چي د ټي ټي پي یا پاکستاني طالبان د دې هیواد په  ضد فعالیتونه زیات کړي دي.

د پاکستان دولت په دې باور دی چي تحریک طالبان پاکستان ډله په افغانستان کې په ځای پر ځای کېدو سره، د پاکستان په ضد بریدونه او عملیاتونه مخ ته وړي.

 د تحریک طالبان پاکستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر راپور وروسته د پآکستان دغه دریځ نور هم پیاوړی شوی دی، په دغه راپور کې ویل شوی چي په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو زیاتره برخه د تحریک طالبان پاکستان غړي جوړوي چي شمېر یې له زرګونو هم زیات دي.

 البته تر دې راپور وروسته، د طالبانو حکومت په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو منجمله د تحریک طالبان پاکستان شتون رد کړی دی.

باید پام وشي چي د افغانستان له خاورې څخه نورو ته د ګواښونو په هکله نیوکې یوازې په پاکستان او د افغانستان په ګاونډو هیوادونو پوري محدود نه دي.

د تحریک طالبان پاکستان نه په هاخوا چي اسلام آباد یې ځان ته لوی ګواښ ګڼي، په افغانستان کې د داعش د ترهګرې ډلې شتون هم د ځینو ګاونډو هیوادونو امنیت ته خطره رامینځ ته کړې ده.

څه موده مخکې د تاجیکستان چارواکو اعلان وکړ چی د افغانستان د تخار ولایت د خواجه غار له ولسوالۍ څخه څلور توغندی په تاجیکستان توغول شوي دي چي د داعش ترهګره ډله یې مسئوولیت منلی دی.

په افغانستان کې د فوځي او امنیتي چارو کارپوه جاوید کوهستانی وایي:

لکه څرنګه چي په افغانستان کې داعش نه دی ځپل شوی، د دې هیواد او د سیمي او ګاونډ لپاره یو استراتیژیک ګواښ ګڼل کیږي.

له دې سره چي پاکستان د نورو هیوادونو په پرتله د طالبانو له حکومت سره پیاوړې اړیکې لري، لیکن د اسلام آباد چارواکي د تحریک طالبان پاکستان ډله خپله سره کرښه بولي او د ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان د ګواښونو په ختمولو کې د طالبانو د حکومت هر ډول عدم همکاری د پاکستان د ملي ګټو پر خلاف بولي.

په همدې اساس دی چي د پاکستان حکومت که څه هم د افغانستان حالاتو ته د نړیوالې ټولنې په پاملرنې تاکید کوي او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو او دې هیواد سره د مرستو غوښتنه کوي لیکن په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د ډلې د حضور په اړه بیا چوپه خوله نه پاته کیږي او له دې پلوه، د طالبانو په حکومت باندې سختې نیوکې کوي.

 

 

 

 

 

ټیګونه