Sep 30, 2022 05:35 Asia/Kabul

زمونږ خبریال وايي د طالبانو چارواکي وایي دا وسلې د تېر نظام نه پاتې شوې وې چې امنیتي ځواکونو د دې ولایت له بېلابېلو سیمو څخه تر لاسه کړي دي.

د افغانستان په ختیزو ولایتونو کې د دوه سوه یو خالد بن ولید قول اردو ویاند مولوي وحید الله محمدي وایي په کونړ ولایت کې د ملي اردو  د دویمې لوا موظفینو د دې ولایت په بېلابېلو سیموکې له پخواني رژیم نه پاتې شوې۲۸۶ میله سپکې اودرنې وسلې کشف او ترلاسه کړي او ملي دفاع وزارت له لورې راغلي پلاوي ته یې ورسپارلي دي.

د خالد بن ولید قول اردو ویاند وویل دا وسلې به منظم ډول د ملي دفاع وزارت د وسلو زیرمتون ته ولیږدول شي.

 هغه وایي د کونړ ولایت له خلکو یې غوښتي که اوس هم دولتي وسلې او مهمات په کورونو کې لري خپل نږدي امنیتي مرکز ته دې وسپاري.

 په کونړ کې دملي اردو چارواکو ویلي چې په دې ولایت کې به تر هغې په دولتي وسلو او مهماتو پسې لټون روان وي چې ډاډ تر لاسه کړي نورې دولتي وسلې له خلکو سره په کورونوکې نشته.

 دا په تېره یوه اونۍ کې دویم ځل دی چې په کونړ ولایت کې په دومره شمیر کې دولتي وسله کشف او تر لاسه کیږي.

 تېره ورځ هم خواوشاه دری سوه پنځوس میله سپکې او درنې وسلې چې له پخواني رژیم نه پاتې او د غازې اباد ولسوالۍ امنیتي موظفینو تر لاسه کړې وې د ملي دفاع وزارت چارواکو ته سپارل شوي وې.

 

ټیګونه