Sep 30, 2022 12:18 Asia/Kabul
  • کابل کې په يوه ښوونيز مرکز کې په ترهګریز برید کې لسګونو محصلینو ته مرګژوبله اوښتې ده+ویډیو

د کابل په ۱۳مې حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې په یوه روزنیز مرکز باندې په ځانمرګې برید کې ۱۹ کسه وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

په کابل کې زمونږ د خبریال له راپور سره سم، نن سهار د د دیارلسمې حوزې اړوند دشت برچی سیمه کې د کاج په نوم په یو روزنیز مرکز باندې ځانمرګی برید شوی چي د امله یې په لسګونو محصلین وژل شوي او ژوبل شوي دي.

 د دغه راپور سره سم، د کاج په تعلیمي مرکز کې څه د پاسه ۱۵۰ ښځینه او نارینه محصلین د کانکور د ازموینو د تیاری په کلاسونو کې برخه اخیستې وه.

د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالنافع ټکور رسنیو ته وویل: په تاسف سره په دغه پېښه کې زموږ ۱۹ عام بې ګناه زده کونکي په شهادت رسېدلي او همدارنګه ۲۷ نور زخمیان دي، عاملین زموږ د ځواکونو تر تعقیب لاندې دي او ډیر ژر به ونیول شي.

 په وروستیو میاشتو کې د قندوز، مزاره او کابل په شمول په مختلفو ولایاتو کې په ښوونځیو او جوماتونو باندې خونړی ترهګریز بریدونه شوي چي د امله یې په سلګونو ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده او د دغو اکثرو بریدونو مسئولیت هم د داعش ترهګره ډله په غاړه اخیستې ده.

 

ټیګونه