Sep 30, 2022 12:44 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د خونړیو بریدونو د دوام لاملونو ته یوه کتنه

د خپاره شویو راپورونو پر بنیاد نن سهار د کابل په دشت برچي سیمه کې د کاج په روزنیز مرکز کې په یوه ځانمرګي برید کې په لسګونو زده کوونکو ته مرګژوبله اوښتې ده.

دغه ترهګریز برید هغه مهال شوی چي زده کوونکي د پوهنتون د نوم لیکنې په موخه د ازموینو لپاره تیاری نیولې، دا په داسي حال کې چي د افغانستان د خلګو او په تیره بیا د اهل تشیع او د هزاره لږکیو د امنیت د تامینولو په باب هغوی ته پوره ډاډ ورکړی و.

خو سره له دې د افغانستان په مختلفو سیمو منجمله کابل کې خونړي بریدونه او ناامنۍ نه یوازې کمې شوې نه دي بلکې ورځ تر بلي حالات په خرابېدو دی.

که څه هم د معمول سره سم، د داعش ترهګره ډله د دغه ډول بریدونو مسئولیت په غاړه اخلي لیکن ویل کیږي چي د افغانستان په خاوره کې له شلو زیاتې ترهګرې ډلې فعالیت کوي چي د خپلو شومو موخو په لړ کې د دې هیواد خلګ وژني او په وینو کې لغړوي.

که څه هم د افغانستان مخکنی دولت هم د دغو ترهګرو ډلو په فعالیتونو باندې اعتراف کړی و، لیکن په تیر یو کال کې چي طالبان په افغانستان کې واک تر لاسه کړي ترهګریز بریدونه په تیره بیا قومیتي او مذهبي بریدونه سخت زیات شوي دي، چي یو لامل یې د قدرت په سر د طالبانو له ډلې سره د داعش د ترهګرو سیالي بلل کیږي، همدارنګه د طالبانو له لوري د واک انحصار او د مذهبي شخړو د رامینځ ته کولو په لړ کې د ځینو ډلو ټپلو هلې ځلې د یادو بریدونو د زیاتېدو له نورو لاملونو څخه دي.

سید عباس حسینی 

افغان کارپوه سید عباس حسینی په دې اړه وایي: په افغانستان کې د سولي، سیاسي ثبات او امنیت د ټینګېدو یوازنۍ لاره د ملي او ټول شموله حکومت رامینځ ته کول دی که نه وي نو هره یوه ډله په دغه هیواد کې د خونړیو تاوتریخوالو لپاره له اړینې انګیزې یا ارادې څخه برخمنه ده څو د طالبانو حکومت په شا وتمبوي.

په دې مینځ او مان کې ځینې سیاسي محفلونه په افغانستان کې په خونړیو بریدونو کې د مختلفو هیوادونو او په تېره بیا د افغانستان د سیال هیواد د استخباراتي اداراتو رول نه ردوي او په دې باور دي چي مختلفي استخباراتي ادارې په افغانستان کې له نیابتي او لاسپوڅو ډلو او ټپلو په کارولو سره، د خپل قدرت د زیاتولو او د سیالانو د لیري کولو په هدف لوبې کوي.

پیر ملازهی

د افغانستان د چارو وتلی کارپوه پیرمحمد ملازهی په دې اړه وایي: په تېرو څوارلسو کلونو کې او د شوروي له لوري د افغانستان د نیواک پر مهال، په دغه هیواد کې د استخباراتي اداراتو فعالیتونه زیات شول چي ښکاري اوس هم دغه فعالیتونه په پوره زور سره دوام موندلي دي، په دې خاطر تر هغه پوري چي د افغانستان د ستونزو د هوارولو په موخه د سیمه ایزو او نړیوالو همکاریو لپاره یو چوکاټ رامینځته نه شي، په افغانستان کې د ناامنیو د ختمېدو تمه نه شي کېدای.

په هر صورت کې په افغانستان کې د ځانمرګیو بریدونو د دوام یو تر ټولو مهم لامل د دغه  ډول بریدونو د تر سره کولو تبلیغ کوونکی او هڅوونکي کسان دي، یعني هغه کسان چي خلګ دا ډول بریدونو ته تشویقوي چي دغه ډول تبلیغات هم اکثره د پاکستان په دیني مدرسو کې او په افغانستان کې د ځینو ترهګرو ډلو له لوري د مذهبي او قومیتي لږکیو په ضد تر سره کیږي.

دا په دې معنا ده چي ځینې کسان د ناسمو دیني تعلیماتو تر اثر لاندې او د ځینو شومو کړیو او سیاسي ډلو د اهدافو په لړ کې په ځانمرګو بریدونو لاس پوري کوي.

پاکستان کې د دینی مدرسو مشران 

په دې خاطر د دغه ډول بریدونو د ختمولو لپاره باید هغه ناسم دیني تعلیماتو ته چي د ځینو مدرسو او ترهګرو ډلو له لوري د دین تر نامه لاندې د شومو اهدافو په موخه تر سره کیږي، د پای ټکی کښېښودل شي.

هغه څه چي په افغانستان کې د اندېښنو د زیاتېدو لامل ګرځي هغه  په مذهبی تاوتریخوالو باندې د قومیتي تاوتریخوالو د بدلولو هڅې دي چي کولایشي دغه هیواد د بحران او خونړیو تاوتریخوالو یو نوی بهیر ته دننه کړي، په داسي یو حالاتو کې د خلګو له لوري د نورستان په ولایت کې د طالبانو له لاس څخه د دوو ولسوالیو وتل د ناامنیو د خپرېدو ښودنه کوي چي د سمي واکمنۍ په اعمالولو او عوامو خلګو د رضایت په تر لاسه کولو کې د طالبانو د کمزورتیا او د خپلسرو وژلو د امله رامینځ ته شوي دی.

 

ټیګونه