Sep 30, 2022 14:56 Asia/Kabul
  • مقتدی صدر
    مقتدی صدر

په عراق کې د صدر د سیاسي بهیر مشر ویلي چي په افغانستان کې د پرلپسې چاودنو او د ملکي وګړو په تېره شیعیانو د وژلې مسئولیت د طالبانو حکومت ته ورګرځي.

د سومریې نیوز له راپور سره سم، د عراق د صدر د سیاسي بهیر مشر مقتدی صدر په کابل کې په یوه تعلیمي مرکز باندې د چاودنې په غبرګون کې په خپل ټوییټر کې ولیکل: کوم داسي دولت دی چي له خپل ولس څخه دفاع نه شي کولای؟ کوم داسي دولت دی چي هره اوونۍ د چاودنو ننداره کوي چي خلګ په کښې وژل کیږي؟ بلې هو دا د طالبانو حکومت دی.

صدر زیاته کړې: زه دلته له نجف اشرف څخه طالبان د هغو چاودنو مسئول بولم چي اوس مهال د عامو خلګو او زمونږ د تشیع وړونو ژوند اخلي او هیڅ لیري نه ښکاري چي په نژدې راتلونکی کې دغه بریدونه زمونږ  هغه اهل تسنن وړونه هدف وګرځوي چي د طالبانو له حکومت سره مخالفت کوي.

مقتدی صدر جوته کړه چي یا طالبان د روانو پېښو نه راضي دي یا دا چي د افغان ولس په ساتنه کې پاته راغلي دي، اوس باید نړیواله ټولنه د افغانانو د کړاونو د ختمولو په موخه اقدام وکړي ولي چي افغان ولس د ارام ژوند غوښتونکی دی خو برخلیک یې له مرګ سره تړلی دی.

 

 

ټیګونه