Oct 01, 2022 10:34 Asia/Kabul

زمونږ خبریال وايي د افغانستان غزني ولایت ته د کورنیو سیلانیانو په ګډون له بهر څخه هم دسیلانیانو د راتګ لړۍ ګرمه شوې .

د غزني د اطلاعاتو او کلتور په ریاست کې د ګرځندوی عمومي مدیر مزمل هوتک وایي چې د روان لمریز کال په لړ کې تر دې دمه دزرګونو کورنيو سیلانیانو په ګډون لسګونه بهرني سیلانیان راغلي چې وړمه ورځ هم یوه شپږ کسیزه ډله د ښځینه وه  په ګډون له کانادا، ټایلنډ او ایټالیا هیوادونو څخه راغلې وه .

ما په همدې اړه له ښاغلي هوتک سره لنډه مرکه کړې راځئ چې په دګډه یې واورو.

دښاغلي هوتک په وینا په غزني ولایت کې د سيلاني او توریسټي شرکتونو جوړول مخ په ډیریدا دي.

په وینا یې په تېرو شپږو مياشتو کې شاوخوا (۶) سيلاني شرکتونو ته د دوی د ګرځندوی رياست له لورې جوازونه ورکړي دي چې دم ګړۍ هم د جوازونو د اخيستلو لړۍ روانه ده.

 

ټیګونه