Oct 01, 2022 15:53 Asia/Kabul
  • ننګرهار کې په جنایي جرمونو کې ۱۵۷ ککړ کسان نیول شویدي

زمونږ خبریال چارواکي وایي په نیول شویوکسانو کې وسله وال غله ، د نشه یی توکیو قاچاق وړونکي او په اخلاقي فساد کې ککړ کسان شامل دي.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند قاري عبدالبصیر زابلي د شنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل د امنیه قوماندانۍ موظفینو په تېره یوه میاشت کې د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۱۵۷ تنه په جنایي جرمونوکې ککړ کسان نیولي دی.

 قاري غبدالبصیر زابلي وویل په دغو کسانوکې ۳۶تنه د غلا، اوه تنه د قتل،شپږ تنه د چل ول،یو تن د اختلاس یابډې اخیستو ،  ۲۴ تنه د نشه یی توکیو قاچاق وړونکي ،دوه تنه د څارویو دقاچاق او پاتې نور یې د اخلاقي فساد اونورو جرمونو کې ککړ کسان شامل دي.

 د امنیه قوماندانۍ ویاند وویل په نیول شویو کسانوکې اوه تنه میرمنې او اوه د کم عمر لرونکې کوچنیان هم شامل دي.

 د ده پر وینا له نیول شویو کسانو یوه اندازه نشه یی توکي، څو میله وسلې و مهمات او دوه عرادې موټر هم ترلاسه شویدي.

 نیول شویو کسانو که څه هم په خپلو جرمونو اعتراف کړی او پښیماني یې څرګنده کړې خو وایي بیکارۍ او اقتصادي ستونزو ددې چارو ترسره کولو ته اړ کړي دی.

 خو ولسي وګړي بیا وایي که څو تنو نیولو شویو جنایي مجرمینوته په عام محضر کې سزا ورکړل کړل شي نه یوازې داچې د نورو لپاره به د عبرت سبب وګرځي بلکې په ټولنه کې به د جنایي جرمونو کچه هم راټيټه او په دې تړاو دخلکو ادیښنې له منځه ولاړې شي.

 

ټیګونه