Oct 01, 2022 15:52 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د امریکې غلوونکي او د پاکستان مخ په وړاندې د ټوپ وهلو سیاست

په داسي حال کې چي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداری د افغانستان د اقتصادي انزوا د پایلو په هکله خبرداری ورکوي، د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وسټ په دغه هیواد کې د کورنیو جګړو د رامینځ ته کېدو خبرې کوي.

 د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په باور په هره اندازه چي افغانستان له اقتصادي انزوا سره مخامخ شي، افراط پالنه او ټروریزم نه یوازې دا هیواد بلکې ټوله سیمه ګواښي. په همدې خاطر هغه په افغانستان کې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د همکاریو غوښتونکی شوی دی.

بلاول بوتو

له افغانستان څخه د پاکستان معلوماتو ته په کتو او همدارنګه د افراط پالنې زور اخیستلو او افراط پالو سره د اسلام آباد د چارواکو بلدتیا ته په کتو سره، باید په اسانۍ سره د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر بلاول بوټو په خبرداریو او په دې لړ کې د هغه په اهدافو باندې سترګې پټې نه شي، لیکن امریکا دغه ډول ګواښونو ته له توجه پرته په افغانستان باندې د اقتصادي فشارونو د زیاتولو په لټه کې ده، حال دا چي د دغو فشارونو قربانیان د دې هیواد عام خلګ دي.

افغان کارپوه غلامحسین ناصری په دې اړه وایي: امریکا د افغانستان د دوو لسیزو په نیواک یعني د اشغال په موده کې نه یوازې د دې هیواد ټوله صنعتي او اقتصادي بېخ بناوې ور خرابې کړې بلکې ترهګرې ډلې او تاوتریخوالې یې هم پیاوړې کړې، چي اوس په ډېره اسانۍ سره د افغانانو وژلې ته دوام ورکوي.

توماس وست

د امریکې ځانګړی استازی ټوماس وسټ په داسي یو شرایطو کې په افغانستان کې د کورني جګړې د رامینځ ته کېدو ادعا مطرحوي چي واشنګټن ددې هیواد د مالي شتمنیو څخه د ۱۰ میلیارد ډالره په کنګلولو سره، د افغانانو لپاره  اقتصادي او تجارتي ستونزې رامینځ ته کړي دي او اقتصادي حالات یې ګډوډ کړی دی.

په حقیقت کې امریکا د افغانستان د شتمنیو په نه خوشي کولو سره، د دې هیواد د کمزوري اقتصاد په جوړښت یې وروستی ګوزار وکړ او وښودله چي د افغان له ولس څخه د امریکا د ملاتړ ادعا بې ځایه او یو لوی دروغ دی.

محمد حسن جعفری

افغان کارپوه محمد حسن جعفري په دې اړه وایي: امریکا چي په ۲۰۰۱ میلادي کال کې په افغانستان باندې د یو پرمختللی ډیموکراټیک او له پیاوړي اقتصاد څښتن هیواد د جوړولو په ادعا سره برید وکړ، له شلو کلونو وروسته یې، یوه کنډواله افغانانو ته ورپرېښودله.

د پام وړ ټکی دا دی چي لوېدیځو رسنیو نه یوازې په افغانستان کې د امریکا په جنایاتو سرپوښ ایږدي او پټوی یې، بلکې د دې جنګ ځپلي هیواد د ستونزو پړه هم په عامو خلګو وراچوي، په هر صورت کې که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د اقتصادي له نظره د افغانستان د ګوښه کېدو په هکله خبرداری ورکوي لیکن په افغانستان کې د افراط پالنې په وده کې د اسلام آباد په رول او کړچار سترګې نه شي پټېدای، په دې خاطر د بلاول بوټو خبرداری یو ډول مخ په وړاندې ټوپ بلل کیږي څو اسلام آباد په دغو چارو کې له خپل مسئولیت څخه وتښتیږي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر د خبرو مقابل ټکی بیا د امریکې د ځانګړي استازې ټوماس وسټ عوام غولوونکې خبرې دې چي غواړي په دې توګه په افغانستان کې د بحران او د کړکېچونو د دوام لامل افغان ولس معرفي کړي.

 

 

 

 

ټیګونه