Oct 01, 2022 15:59 Asia/Kabul
  • د افغانستان په ختیځ او سهیلي سیمو کې پر لسګونو زرو (۱۶۱۰۰) اړمنو کورنیو مرسته وویشل شوه

زمونږ خبریال وايي دافغانستان د پکتیکا ولایت د کرنې ، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې په دې ولایت کې پر(۱۶۱۰۰) بې وزلو کورنیو باندې دخوراکي توکو مرسته و وېشل شوه.

د یاد ریاست مشر مولوي محمد اسماعیل شکیب وایي د یاد ولایت د مرکز (ښرنې) په ګډون په ( ارګون، سروضې، زیړوک، یحیی خیلو، جاني خېلو، خیرکوټ او یوسف خېلو) ولسوالیو کې د (او آر ډي ) (ORD)  موسسې په مالي ملاتړ پر (۱۶۱۰۰) اړمنو کورنیو دخوراکي توکو مرسته ووېشل شوه چې په وینا یې هرې کورنۍ ته یوه (۵۰) کیلویي بورۍ اوړه،  (۵) لېټره غوړي، یومن دال، یوه کیلو مالګه  او د ماشومانو لپاره مقوي توکي شامل دي.

له بل لور په هلمند کې هم زرګونو کورنیو دخوراکي توکو مرسته ویشل شوې ده .

راپورونه وایي د هلمند په (موسی کلا) ولسوالۍ کې د(WFP) یا د خوړو نړېوال سازمان په مالي ملاتړ پر (۴۸۳۰) اړمنو کورنیو دخوراکي توکو مرسته ووېشل شوه .

دخوړو نړیوال سازمان او نورې خیریه مرستندویه بنسټونه تر دې وړاندې هم له افغانانو سره بشري مرستې ترسره کړي دي.

 

ټیګونه