Oct 01, 2022 16:03 Asia/Kabul
  • افغانستان کې لسګونه تنه مجرمین د مختلفو جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي

زمونږ خبریال وايي د افغانستان په تخار او هرات ولایتونو کې (۲۵) تنه مجرمین نیول شوي دي . د تخار امنیتي چارواکي وايي د تېرې یوې اوونې په بهیرکې د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو څخه (۱۸) تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي دي.

د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند مبین صافي رسنیو ته ویلي چې یاد کسان د امنیتي ځواکونو په یو لړ کشفي عملیاتو کې د بېلابېلو جنايي جرمونو لکه (غلا، وژنې، انسان تښتوونې، جوارګرۍ او د نشه يي توکو ) د قاچاقو په تړاو نیول شوي دي.

د نوموړي په وینا له نیول شویو کسانوڅخه یوه اندازه مختلف الډولې وسلې، پېسې او یوه اندازه نشه يي توکي هم لاسته راغلي دي .

له بل پلوه په هرات کې هم (۴) تنه مجرمین نیول شوي دي.

د هرات په (فارسي) ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د تولید یو فابریکه له منځه وړل شوې ده او په تړاو یې (۴)څلور تنه کسان افغان ځواکونو نیولې دي . د دې ترڅنګ د هرات د اتمې حوزې اړوند سمیو کې نور درې (۳) تنه مجرمین د غلا په تور نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ په لغمان کې هم لسګونه کسان د جنايي جرمونو په تور نیول شوي وو.

 

ټیګونه