Oct 01, 2022 17:02 Asia/Kabul
  • د افغانستان خونړې کانکورطالبانو لپاره د امنیت ازمښت

په دغه مرکز کې ترهه ګره چاودنه د لږ تر لږه ۳۵ زده کونکیو د شهادت اود لسګونو نورو د ژوبلیدا سبب شوه ، که څه هم ځینې غیررسمي روایتونه په دغه ترهه ګره حمله کې د زیات شمیر کسانو د تلفاتو خبره کړی ده .

 

د جمعې په ورځ د افغانستان هلکان او انجلۍ په  دغه جنګ ځپلي هیواد کی له ډیرو خواشینونکیو شرایطو سره سره په ډیرې ولولې اود زده کړو دوام ته په ډیرې هیلې سره په کابل کې کانکور ازمښتی غونډه کې حاضر شول خو د سیاهۍ پر ځای یې امتحانی پاڼې په خپلووینو سره ولیکلې او د ترور قرباني شول .

د افغانستان د زده کونکیو  د کانکور په امتحان کې د ګډون لپاره له میاشتو میاشتو انتظاره وروسته طالب چارواکو په پرله پسې ژمنو وروسته اعلان وکړ چی دغه امتحان به په روانه میاشت کې ترسره شی او د جمعې په ورځ یوشمیر زده کونکي په دغه امتحان کې د ګډون لپاره د کابل د لویدیځ په یوه تعلیمي مرکز کې په یوه امتحان کې حاضر شول .

په دغه مرکز کې ترهه ګره چاودنه د لږ تر لږه ۳۵ زده کونکیو د شهادت اود لسګونو نورو د ژوبلیدا سبب شوه ، که څه هم ځینې غیررسمي روایتونه په دغه ترهه ګره حمله کې د زیات شمیر کسانو د تلفاتو خبره کړی ده .

تراوسه هیڅ ډلې د دغې ترهه ګرې چاودنې پړه پرغاړه نده اخیستي که څه هم د افغانستان په مختلفو سیمو کې په تیرو اونیو او میاشتو کې په ترهه ګرو پیښو کې د داعش ترهه ګرې ډلې د هغو زیاتره حملو مسولیت پرغاړه اخیستې دې .

دغه بوږنونکي چاودنه چی د طالبانوویندوی مجاهد هغه وحشتناکه بللی ده ، د اسلامي ایران او ملګروملتو په شمول له نړیوالې غندنې سره مخامخ شوی ده او نړیوالې ټولنې یوځل بیا له طالب چارواکو چی په افغانستان کې د امنیت د ټینګولو ادعا کوي ، په دغو ژمنو د عمل غوښتنه کړی ده .

طالب چارواکو بیا بیا ادعا کړی ده چی په افغانستان کې امنیت ټینګ دې او د دغې ادعا په تکرارولو سره هڅه کوي نړیواله ټولنه د دغه موقته حکومت د رسمیت پیژندلو او په دغه هیواد کې بهرني پانګه وال شتون لپاره قانع کړي خو تراوسه هیځ هیواد د دغه حکومت په  رسمیت پیژندلو ته ندې حاضر شوې .

طالبانو د امنیت د ټینګولو په ژمنې سربیره ښونځی ته د انجلیو د ورتللو او په راز راز کارونو او اجتماعي فعالیتونو کی د میرمنو د شتون وعده هم ورکړی ده خو د دغو ژمنو د تحقق لپاره یې تراوسه کوم عملی اقدام ندې کړې .

د افغانستان د شیعیانو او هزاره ټولنې په شمول د قومي او مذهبی لږکیو د امنیت تامینول د طالبانو له حکومته نورې نړیوالې غوښتنې دي او که څه هم د افغانستان اوسنې موقته دولت په دې زمینه کې ژمنې کړي دي او په افغانستان کې سږکال د محرم په دستورو کې نسبی امنیت ته په پام سره تریوه حده په دې زمینه کې په دې زمینه کې مطلوب کړچار درلودلې دې خو د جمعې په ورځ د کابل په یوه تعلیمي مرکز کې ترهه ګره چاودنه چی زیاتره وژونکي کسان پکې د هزاره ټولنې غړي وو ، یوځل بیا د هزار ه والو امنیت ته د طالبانو د جدی پام غوښتنه کړی ده .

څه موده مخکې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او د تاجیکستان خارجه وزیر سراج الدین مهرالدین د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کې د ترهه ګرو په پناه ځای د افغانستان د بدلیدا په نسبت  خبرداری ورکړ چی دغه څرګندونې د طالبانو له خوا سملاسي رد او چټک غبرګون سره مخامخ شوې .

د دنیا د مختلفو هیوادونو ډیرو چارواکو له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او د افغانستان په خاوره کی د ترهه ګرو ډلوهرډول وده او یا پناه اخیستلو ته د طالبانو د جدي پام غوښتنه کړی ده . په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د نمایندګۍ مرستیالې او سفیرې میرمن زهرا ارشادي ترهګرۍ او د ترهګرو ډلو راڅرګندیدل د افغانستان او د دغه هیواد د ګاونډیانو او د سیمې او د نړیوالې ټولنې لپاره یو جدي ګواښ وباله. په ملګروملتونو کښې د ایران د نمایندګۍ مرستیالې او سفیرې میرمن زهرا ارشادي وویل افغانستان نور باید د داعش او د القاعده ډلو لپاره په امن ځاې بدل نشي.

میرمن ارشادي  زیاته کړه په افغانستان کښې د ځینو  کسانو او د ځینو ارګانونو پرضد بایکاټونه باید له افغانستان سره د پراختیا ، د انساني او اقتصادي زمینو کښې د ملګرتیا په وړاندې خنډ ونه وسي.

هغې چې د افغانستان په موضوع سره یې د ملګروملتونو د امنیت شورا په غونډې کښې وینا کوله په افغانستان کښې له داعش سره د اړونده ترهګرو ‌ډلو د راڅرګندیدا په هکله راپورونه اندیښمنونکي وبلل او ټینګار یې وکړ د افغانستان د طالبانو چارواکي باید له ترهګرۍ سره مبارزې کولو ته ژمن او د ډيپلوماټیکو ځایونو د ملاتړ لپاره ټولو ګامونو ته تضمین ورکونکي ووسي.

د کابل ترهه ګره او خونړۍ چاودنه شاید د دې ښودنه کوی چی د طالبانو حکومت د افغانستان د امنیتي وضعیت په هکله له ځینو څرګندونو د اندییښنې په ځای یوازې د بیانیو په  صادرولو بسنه کړی ده او په دغه هیواد کې د امنیتی حالاتو په هکله نړیوالې اندیښنو ته په ځواب ویلو کې  د طالبانو حکومت جدي اراده ولرلې شی او د افغانستان د امنیت د پیاوړتیا او ترهه ګرۍ سره د مبارزې په ډګر کې د ګډې ملګرتیا لپاره د سیمې او ګاونډیو هیوادونو ظرفیتونو ته پام وکړی 

له بل پلوه که څه هم د طالبانو اوسنی حکومت چی د فعالیت له پیلیدا یې له یوه کال زیات وخت تیریږي تر ننه د خپلو شعارونو او ژمنو په عملي کولو کې ندې بریالې شوې  ، خو د ناامنۍ ، بې وزلۍ ، لوږه  او بی کارۍچی مختلفو نړیوالو اورګانونو په ځلونو د افغانستان د خلکو لپاره د هغو د پاییلو په اړه خبردارې ورکړی دی ،هغه موضوع ده چی اصلی جرړه یې باید په افغانستان کې د امریکا او د هغې د متحدانو په شل کلن نیواک او تپلی جنګ کې ولټول شي .

په بله وینا د افغانستان نني ګډوډ شرایط او حالات د امریکا او دهغې د متحدانو د شل کلن نیواک نتیجه ده . دغه جنګ ځپلې ټاټوبې هماغه راز د ترهه ګرۍ قرباني دې او نن  په ترهه ګرۍ سربیره بی وزلی ، بی کوری ، له زده کړو محرومیت  او د ټولنې د ځینو پرګنو لپاره له لومړنیو حقوقو محرومیت د افغانستان د مظلوم ولس ځینې دردونه او کړاونه دي .

په افغانستان کې په وروستیو څه د پاسه دو لسیزو کې هیڅ یوه حکومت د مصیبتونو او کړاونو په ښه کولو کې دومره څه خاص بریا نده درلودلی ځکه چی هغه زخم چی امریکایی او لویدیځو نیواکګرانو افغانستان ته ورکړی دی ، له دې زیات خراب وضعیت کې دې چی په لنډ مهال کی له سیمه ایزې او نړیوالې ریښتونی ملګرتیاو پرته روغ شی .

 

 

ټیګونه