Oct 02, 2022 07:48 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ترهګرې حملې په غندنه کښې د ترهګرۍ له قربانیانو د دفاع د تنظیم خبرپاڼه

د ترهګرۍ د قربانیو د دفاع انجمن په کابل کښې په ښوونیز مرکز کښې د ترهګرې چاودنې په غندنه کښې یوه بیانیه صادره کړه.

د ویلو ده چې د جمعې په سهار د کابل په دشت برچي سیمه کښې په یو روزنیز مرکز کښې د شوې ترهګرې چاودنې له مله لږترلږه ۳۵ تنه وژل شوي او ۸۰ تنه نور زخمي شول.

د ایرنا د خبر له مخې د ترهګرۍ له قربانیانو د دفاع انجمن پرون په افغانستان کښې په کاج ښوونیز مرکز باندې د ترهګرې حملې په غندنه کښې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: تور زړو ترهګرو یوځل بیا په غمیزه ناک جنایت سره په افغانستان کښې لسګونه بیګناه زده کونکي په خاورو او وینو کښې لغړول.

خبرپاڼه زیاتوي چې د دا ډول غمیزو تکرار د نړیوال استکبار د اقداماتو په نتیجه کښې د تیرو څلورو لسیزو د ظلم او غم ځپلو خلکو لپاره ډیر خواشینونکی حالت رامینځته کړی دی چې د میلیونونو انسانانو د ژوند د ساتنې او د امنیت په رامنیځته کولو کښې د یوې اغیزناکې تابیا د وره کولو په لړ کښې  د ملګرو ملتو په چورلیزتوب سره د نړیوالې ټولنې د پاملرنې ضرورت  لازیات ضروري کوي.

 

ټیګونه