Oct 02, 2022 10:13 Asia/Kabul
  •   د ودانیو جوړونکو شرکتونو له طالبانو د پیسو غوښتنه  وکړه نور حال په راپور کښې واورئ

زمونږ خبریال وايي د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې ساختماني او لوژسټیکي شرکتونو له اسلامي امارت څخه پر حکومتي ادارو د دوې د پورونو دورکړې غوښتنه وکړه.

د شرکتونو چارواکي وایي خواوشاه اته ویشت ملیارده افغانۍ یې د تېر حکومت سکتوری ادارې پوروړي دي.

په ختیځو ولایتونو کې دخواوشاه سلو ودانیزو ، لوژستیکي او خدماتي شرکتونو مشرانو او استازو په جلال اباد کې د یوې خبرې ناستې پرمهال د طالبانو له موقت حکومت څخه  د دوې د پورونو د ورکړې غوښتنه وکړه.

 ددې خبري ناستې یوه ګډون وال عزیز الرحمن عرب وویل له قانوني پړاوونو بشپړولو وروسته دغو شرکتونو د تېر حکومت له سکټوري وزارتونو او اړوندو ادارو سره په بېلابېلو برخو کې تړونونه لاسلیک کړي او ددې تړونونو ډیره برخه چارې یې ترسره کړي دي.

 د نوموړي پر وینا په ختیځو ولایتونود کې د خواوشاه څلور سوه ودانیزو ، لوژستیکي او خدماتي شرکتونو د تېر حکومت پر سکټوري ادارو  خواوشاه اته ویشت ملیارده اففانۍ پور دی چې دوې یې د طالبانو د موقت حکومت نه  د ورکړې غوښتنه کوي .

 عزیز الرحمن عرب وویل دوې چمتو دې چې  که اوسنی حکومت ورسره د تیر نظام د تدارکاتو د قانون او یاهم د شرعي احکامو له مخې چلند کوي خو دوې ته باید خپل حق چې پر شخص نه بلکې پر سیستم  او ادارو باندې دی ورکړل شي.

 نوموړي وویل د دوې د ستونزې د حل لپاره د طالبانو د موقت حکومت ریس الوزرا له لورې ځانګړې فرمان هم ورکړل شوی خوتر اوسه پرې عمل نه دی شوی.

د دې خبرې ناستې ګډونوالو په یو پریکړه لیک کې د طالبانو له موقت حکومت نه دوې ته د پورونو د ورکړې تر څنګ د دوې د خوندي تابه غوښتنه هم وکړه.

 په پریکړه لیک کې ویل شوي چې دغو شرکتونو کې چې کوم کارونه ترسره کړي او یوه اندازه ساختماني او نور مواد یې له خلکو په پور اخیستې اوس یې پوروړي تنګوي او د هغوې د غوښتنو له مخې پولیس دوې نیسې او ځوروي یې.

 په پریکړه لیک کې راغلي چې په ختیزو ولایتونو کې تر درې سوه زیاتې ټولګټې پروژې په ټپه ولاړې دي او که دوې ته خپل پورونه ورکړل شي دا پروژې به هم بېرته پېل او زرګونو کسانو ته به پکې د کار کولو زمینه برابره شي.

 د پریکړه لیک په یوه برخه کې راغلي دي ، په ختیځو ولایتونو کې د ودانیزو، لوژستیکي او خدماتي شرکتونو مشران او استازي داسې مهال د خپلو پورونو دورکړې غوښتنه کوي چې ویل کيږي د افغانستان په کچه د تېر نظام سکټوري وزارتونه او اړونده ادارې شپیته ملیارده افغانۍ پورړوي دي خو تر اوسه یې د ورکړې په اړه هیڅ ډول اقدام نه دی شوی.

 

ټیګونه