Oct 03, 2022 04:31 Asia/Kabul
  • د افغانستان دښمانان د قومي جنګ د جوړولو هڅه کوي

تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د پوهنتونونو د علمي پلاوي مشر ګل رحمان قاضي په هیواد کښې د قومي جنګ د رامینځته کولو لپاره د دښمانانو د دسیسو په هکله خبرداری ورکړ.

د افغانستان د دغه علمي مقام دغه خبرداری په داسې حال کښې دی چې په افغانستان کښې له تیرو څو میاشتو راهسې د مزارشریف او د قندوز د  جوماتونو او د کابل په شمول د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې ترهګرې حملې او بم چاودنې روانې دي چې له کبله یې تراوسه په سلګونو کسان مړه او ژوبل شوي دي.

په دوې کښې د اکثرو بم چاودنو او حملو ذمه واریانې داعش وهابي صهیونیسټي تکفیري ترهګرې ډلې پرغاړه اخیستي دي.

په افغانستان کښې په تر ټولو نوي ترهګرې بم چاودنې کښې چې په تیرې جمعې ورځې کابل کښې د کاج په نوم د هزاره مسلمانانو د زده کړې په یوه مرکز کښې وشوه تراوسه پنځوس کسان وژل شوي او کابو سل نور ژوبل شوي دي چې اکثره یې پیغلۍ او ځوانۍ محصیلینې وې چې امتحان یې ورکاوه.

د افغانستان د پوهنتونونو د علمي پلاوي مشر ګل رحمان قاضي پرون په کابل کښې د طالبانو د موقته حکومت د مشر له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کښې وویل دښمانان غواړي د  افغانستان د خلکو ترمینځ قومي جنګ رامینځته کړي او د هیواد خلک له بدبختۍ او کړاو سره مخامخ کړي.

د افغانستان په پخواني حکومت کښې د اساسي قانون په اجرا د څارنې د کمیسیون پخواني مشر ټینګار وکړ د افغانستان خلک نور له جنګ څخه ستړي شوي او هیڅکله د جنګ د دوام او د اوسني حکومت د بدلولو غوښتونکي نه دي.

 

ټیګونه