Oct 03, 2022 06:18 Asia/Kabul
  • نورستان کې پنځه سوه میرمنو ته لمریز نغري ورکړل شول

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو ځایي چارواکي وایي د دې نغریو په کارولو سره به د چاپیریال د ککړتیا او ځنګلونود پریکولو مخه ونیول شي.

د نورستان د والي ویاند سیف الدین لټون وایي له نورستانیانو سره د ملګرو ملتونو دمرستو په دوام کې د مرکز پارون او خواوشاه ولسوالیو پنځه سوه میرمنو ته لمریز نغري ورکړل شول.

نوموړي وویل د دې نغریو په ترلاسه کولو سره له یوې خوا د کورنیو میرمنو ته په پخلي کې اسانتیا رامنځته شوه او له بلې خوا به د چاپیریال دککړتیا او دغه راز د ځنګلونو  وهلو مخه ونیول شي.

د نورستان د والي ویاند وویل د نورستاني میرمنو سره په نورو برخوکې هم د مرستو پروګرامونه تر لاس لاندې لري.

 پرهمدې مهال د نورستان د مرکز پارون دوه تنه نارینه اوسیدونکو چې د کور میرمنو یې دا لمریز نغري تر لاسه کړي د دې مرستې له امله خوښي څرګنده کړې او وایي په کور کې له لوګیو او له ځنګلو د لرګیو له راوړلو بی غمه شول.

 نورستان دافغانستان په ختیځ کې لرې پروت غریز ولایت دی چې استوګن یې تر ډیره د ژوند له لومړنیو اسانتیاو بې برخې دي.

 

ټیګونه