Oct 04, 2022 06:07 Asia/Kabul
  • د کابل پوهنتون په لیلیه کې د نجونو د مسموم کېدو خبرونه دروغ دي

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د کابل پوهنتون په لیلیه کې د نجونو د مسموم کېدو خبرونه بې بنسټه بولي.

د لوړو زده کړو وزارت هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې د کابل پوهنتون د نجونو په لیلیه کې لسګونه نجونې مسمومې شوې دي‌.

وزارت پرون ویلي چې تېره شپه د کابل پوهنتون ٥٠ تنو محصلینو ته په خوراک کې د بې احتیاطۍ له امله ناروغي پېښه شوې، چې د پوهنتون د ادارې لخوا يې پر وخت درملنه وشوله.

د یاد وزارت ویاند احمد تقي وایي، د عامې روغتیا وزارت څخه د راغلي پلاوي لخوا هم د دې ناروغانو معاينات او تشخیص وشو، چې د مسموم کېدو هيڅ اثار په کې پيدا نه شول.

دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي وړمه شپه د کابل پوهنتون د نجونو په لیلیه کې لسګونه نجونې مسمومې شوې وې.

 

ټیګونه