Oct 04, 2022 15:33 Asia/Kabul
  • د افغانستان دنورو ولایتونو تر څنګ بهرني سیلانیانو کندهار ته هم مخه کړه

راپورونه مو دا ځل افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو له ورتګ څخه په کندهار کې خبروي .

زمونږخبریال له غزني راپور راکړ،د افغانستان د کندهار د اطلاعات او کلتور ریاست چارواکي وایي چې د تیرو  څو میاشتو راهیسې کندهار ته بهرنۍ سېلانیان ډیر شوي .

ددې ولایت د اطلاعاتو اوکلتور ریاست مرستیال ملا شمس ا... صمیم رسنیو ته ویلي چې په دې وروستیو کې  کندهار ته د بهرنيو سېلانیانو په شمېر کي ډیروالی راغلی.

نوموړي زیاته کړې کندهار هغه ولایت دی چې تاریخي ځایونه یې مینه وال ډیر کړي او ددې ولایت لرغونتوب ته که وګورو نو سېلانیان یې دلیدلو او تللو هوډ کوي.

په تازه کۍ سره دې ولایت ته له آلمان، بریتانیا او امریکا هیوادونو څخه سیلانیان راغلي دي.

افغانستان ټول ، تاریخي او خوندورې لیدونکې سیمې لري چې په دې وروستیو کې له بهرنیو هیوادونو څخه دسیلانیانو دراتګ لړۍ ګرمه شوې ده .

د یادوني وړ ده چې تیره اونۍ د اسلامي هیوادونو پلازمینه ( غزني ) ولایت ته هم له ایټالیا، ټایلنډ او کاناډا هیوادونو څخه دمیرمنو په ګډون سیلانیان راغلي وو .

 

ټیګونه