Oct 05, 2022 06:15 Asia/Kabul
  • د افغانستان زدکړې نظام د له منځه تلو له خطر سره مخ دی

زمونږ خبریال وايي د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان(SAVE THE CHILDREN) وویل افغانستان د هغو هېوادونو د فهرست په سر کې راځي چې د زدکړې سيسټم یې د له منځه تلو له خطر سره مخامخ دی.

یاد سازمان په خپلې  کلنۍ ارزونه کې ویلي په ټولیزه توګه د افغانستان ترڅنګ سوډان، مالي او سومالیا هیوادونو  کې د نږدې ۴۹ میلیونه ماشومانو لپاره د زدکړې بهیر د له منځه تللو له ګواښ سره مخامخ دی.

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان د ارزونې له مخې تېر کال افغانستان د هغو اتو هېوادونو په ډله کې څلورم و  چې د ماشومانو زدکړو بهیر یې له ګواښ سره مخامخ و .

خو یاد سازمان وايي اوس چې افغانستان کې د دې نوملړ سر کې ځای لري په دې معنی دی چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته افغانستان کې د زدکړې وضعیت لا پسې خراب شوی.

یاد سازمان پروسږکال اته هېوادونه داسې بللي وو چې د ماشومانو زدکړه یې له ګواښ سره مخامخ وو، خو سږ کال دا شمېر څلورو هېوادونو ته راټیټ شوی او افغانستان یې په سر کې ځای لري.

سیو دا چلډرن ویلي جګړې، کورونا وبا، کډوالي، انټرنېټ نه لرل او د اقلیم بدلون نړۍ کې د زدکړې بهیر پر وړاندې د شته خطرونو مهم لاملونه دي.

تېرو کلونو کې یو لوی شمېر ماشومان د جګړو له امله افغانستان کې له زدکړې بې برخې وو، خو د طالبانو له خوا له اوومه تر دولسم ټولګې د نجونو پرمخ ښوونځیو تړلو له امله، بیا هم یو لوی شمېر نجونې له زدکړې بې برخې دي.

همدې لړ کې تازه د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي توماس نیکولس د طالبانو حکومت کې د پوهنې له وزیر مولوي حبیب الله اغا سره لیدلي.

 د باختر دولتي اژانس رپوټ کې ویل شوي چې دې لیدنه کې د پوهنې سرپرست وزیر اروپايي ټولنې استازي ته ویلي چې له ټولې نړۍ او اروپايي ټولنې سره د تعلیم برخه کې د مثبتو تعاملاتو غوښتونکی دی او د پوهنې وزارت به د یادې اتحاديې د مرستندویه فعالیتونو لپاره د همغږي کوونکي رول لوبوي.

خو خپله اروپايی ټولنې او ښاغلي نیکولس د دې لیدنې په اړه څه نه د ي ویلي.

له بلې خوا د طالبانو حکومت کې د تخنیکي او مسلکي زدکړو د ادارې مشر غلام حیدر شهامت رسنیو ته ویلي د نجونو د زدکړې په اړه له دیني عالمانو د فتوی غوښتنه شوې ده.

''د ټول افغانستان له عالمانو د فتوی غوښتنه کېږي، د دوی نظرونه او تحلیلونه د کتنې په حال کې دي. زه ډاډه یم چې که خدای کول زموږ عالمان به دې ستونزې ته د حل یوه لار مومي. ''

په کور دننه او بهر له طالبانو غوښتنه کېږي چې د نجونو پرمخ ټول ښوونځي پرانیزي.

 طالبانو د دې ستونزې د هواري ژمنې کړي، خو لا یې عملي ګام نه دی اخیستی.

طالب چارواکي هم په دې اړه یوه خوله نه دي، او د ځینو چارواکو له څرګندونو ښکاري چې د دوی ترمنځ پر دې مسله جدي اختلاف شته.

 

ټیګونه