Oct 05, 2022 11:35 Asia/Kabul
  • په بدخشان کې دشکی ولسوالۍ سقوط دروغ دي

د افغانستان د طالبانود کورنیو چارو وزارت د مخالفانو په لاس د بدخشان ولایت دشکی ولسوالۍ د سقوط ادعا بې اساسه وبلله.

د طالبانو د حکومت د مخالفانو ملی مقاومت جبهې ویندوی صبغت ا... احمدی پرون  مدعی شوی ؤ چې ددغې جبهې ځواک د افغانستان به شمال ختیځ کې  به بدخشان ولایت کې دشکی ولسوالۍ کنټرول  ترلاسه کړی دی.

صدای افغان خبری اژانس راپور ورکړ، د طالبانو دکورنیو  چارو وزارت ویندوي عبدالنافع ټکور د شکئ ولسوالۍ د سقوط د ادعا په غبرګون کې  ووئيل دغه ولسوالۍ د طالب ځواک په کنټرول کې ده.

 په وروستیو شپو ورځو کې له پنجشیر ولایت وروسته  په بدخشان ولایت کې هم د طالبانو د مخالفو ځواکونو  دفعالیتونو د زیاتیدا  او د یوه ځاي قوماندان له مخالفانو سره د یوځاي کیدا  خبرونه خپره شوي دي.

 د طالبانو د دفاع وزارت ویندوي عنایت ا... خوارزمی  هم په يوې اعلامیې کې  وئيلی دي ،ددفاع وزارت سرپرست مولوی یعقوب مجاهد  بدخشان ولایت ته په دوه ورځني سفر کې  په دغه ولایت کې له پوځي مسئولانو سره لیده کاته کړي او د سیمې په تیره د سرحدي سیمو  دامنیتی وضعیّت په باب دنظر تبادله کړې ده.

په دا وروستیو میاشتو کې د طالبانو د دفاع وزیر یو پروګرام له ګاونډیو هیوادونو سره له لویدیځ ترختیځ  او له جنوب تر شمال پورې د افغانستان د سرحدي سیمو  لیدل او له نزدې د پولو د و ضعیّت ارزول دي.

 

ټیګونه