Oct 05, 2022 16:03 Asia/Kabul
  • د افغانستان په  هرات کې دمیرمنو د نقاشۍنندارتون جوړ شو

د نقاشۍددغه نندارتون ترسره کونکي عبدالکریم ارباب زاده  هم په یولړ څرګندونو کې  ووظیل،د هنرمندو میرمنو  دنقاشۍپورټریټله دې مخکې د اطلاعاتو اوفرهنګ  د ادارې له لارې نندارې ته  وړاندې شوي وو.

زمونږخبریال د تسنیم خبری آژانس له قوله راپور راکړ،د افغانستان په هرات  ولایت کې د پنځلسو هنرمندو میرمنو دنقاشۍ یو سل پنځه آثار نندارې ته وړانډې شوي دي .

په راپور کې وئيل شوي دي دغو هنرمندو میرمنو د ماډرن سټایل لیک اونقاشۍ دغه یو سل پنځه آثار د معلم د ورځې په مناسبت  نندارې ته وړاندې کړي دي.

یوې هنرمندې میرمن کوثر عمر ددغه نندارتون په باب ووئيل،  هرڅه ښه روان دي او  او نقاشي او  نور ټول کارونه دتیرو وختونو په څیر په ښه توګه ترسره کیږي.

د نقاشۍددغه نندارتون ترسره کونکي عبدالکریم ارباب زاده  هم په یولړ څرګندونو کې  ووظیل،د هنرمندو میرمنو  دنقاشۍپورټریټله دې مخکې د اطلاعاتو اوفرهنګ  د ادارې له لارې نندارې ته  وړاندې شوي وو.

هغه زیاته کړې په مشهد کې مو هم یو نندارتون درلود او درې مو په تهران کې ترسره کړي دي  چې  په هغو کې هم د افغانستان هنرمندې میرمنې ښې ځلیدلي دي.

 

ټیګونه