Oct 07, 2022 14:53 Asia/Kabul
  • په ۱۳ پوستونو کې د طالبانو نوې ګمارنې اعلان شول

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند وايي، د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د سرپرست حکومت په اداره کې په ۱۳ لوړ پوړو او منځنیو پوستونو نوي ګومارنې کړي دي.

د اوا له راپور سره سم، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یو لړ ټویټونو کې په موقت حکومت کې د پراخو بدلونونو خبر ورکړی.

هغه په خپل ټویټر پاڼه کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده له خوا په سرپرست حکومت کې د نویو ګمارنو حکم خپور کړی دی.

ټوییټ کې ویل شوی چي د طالبانو د مشرتابه د حکم پر بنیاد، د خوست پخوانی والي مولوي محمد نبي عمري د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال په توګه، د بدخشان پخوانی والي مولوي عبدالغني د د طالبانو د عدليې وزارت د اداري او مالي معین په توګه او د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال ملا محمد داوود مزمل د بلخ د والي په توګه وټاکل شو.

دغه راز د ذبيح الله مجاهد د معلوماتو له مخې، د طالبانو د هوايي ځواکونو پخوانى قوماندان مولوي امان الدين منصور د بدخشان د والي په توګه، د زابل پخوانى والي ملا بسم الله د خوست د والي په توګه او د دغه ولايت پخوانى امنيه قوماندان ټاکل شوى دى. د هلمند والي ملا عبدالاحد فضلي د سمنګان د والي په توګه وټاکل شو.

د دې پرېکړې پر اساس د طالبانو مشر د جوزجان پخوانی والي ملا محمد شعیب رسالت د فاریاب د والي په توګه او د جوزجان پخوانی امنیه قوماندان قاري محمد اسماعیل راسخ د دغه ولایت د والي په توګه ټاکل شوی دی. د بلخ اوسنی والي مولوي قدرت الله ابو حمزه د زابل د والي په توګه وټاکل شو.

مولوي عبدالرحمن کندوزی د هلمند ولایت د مرستیال او مولوي عبدالحکیم مبارک د هلمند د امنیه قومندان په توګه ګمارل شوي دي.

د طالبانو د مشر د حکم پر اساس د فاریاب پخوانی والي قاري حفیظ الله پهلوان د جوزجان د امنیه قومندان او د کندهار د استخباراتو پخوانی مشر مولوي عبدالهادي د کابل د هوايي ډګر د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.

 

 

 

 

 

ټیګونه