Oct 07, 2022 15:12 Asia/Kabul
  • د امریکې له لوري د ۷۱ زره افغان ملکیانو وژله

امریکایي نیواکګرو ځواکونو د افغانستان د نیواک په ۲۰ کلنه موده کېد ښځو او ماشومانو په شمول ۷۱ افغان وګړي یې وژلي دي.

د میزان پنځلسمه پر افغانستان د امریکا د پوځي یرغل له یوویشتمې کلیزې سره برابره ده، امریکایانو د ۲۰۰۱ میلادي کال په اکټوبر میاشته کې له ټروریزم سره د مبارزې او د یو اباد او پرمختللی افغانستان د رامینځ ته کولو په پلمې سره په دې هیواد یرغل وکړ.

امریکایي فوځیانو تر ۲۰ کلونو نیواک او بې شماره جنایتونو او د افغانستان د اقتصادي او روغتیایي بېخ بناوو تر ورانولو وروسته د ۲۰۲۱ میلادي کال په اګوسټ میاشته کې په شرمناکه توګه له دې هیواده ووتل او د افغان دولت له ړنګېدو سره سم، طالبان واک ته ورسېدل.

د طالبانو سرپرست حکومت د میزان میاشتې په پنځلسمه؛ پر افغانستان د امریکا د پوځي یرغل د یوویشتمې کلیزې په مناسبت ویلي، چي امریکایانو له کوم منطقي دلیل پرته په افغانستان باندې یرغل وکړ چي د امله یې ۷۱ زره عام وګړي او ۷۸ زرو نه  زیات افغان پولیس او فوځیان ووژل شول.

په اعلامیه کې ویل شوې چي اوس افغانستان له نیواکه خلاص شوی اودغه هیواد د هیچا لپاره تهدید نه دی او نړۍ هېوادونه دې هم د افغانستان پر وړاندې د دوښمنۍ دریځ نه نیسي.

 

ټیګونه