Sep 17, 2017 17:57 Asia/Kabul
  •  ترکیې په افغانستان کې د ګولن د ښونځیو د تړلو غوښتنه وکړه

ویل کېږي چې د افغانستان پارلیمان دغه ښونځی د افغان ماشومانو د روزلو لپاره کارنده بللی دی .

د ایرنا له راپور سره سم  په افغانستان کې د تُرکیې په حکومت پورې تړلې پرمختیايي ادارې تیکا د افغان – ترک ښوونځیو فعالیت ناوړه وباله، او د افغانستان له حکومت څخه یې وغوښتل چې دا ښوونځي بند کړي.

تر دې مخکې د ترکیې له کودتا وروسته دا ښوونځي د ترکیې د حکومت په غوښتنه په پاکستان کې بند کړل شول.

په افغانستان کې هم له ډېرې مودې راهیسې د ترکیې حکومت د افغان – ترک ښوونځیو د بندېدو غوښتنه کوي ځکه چې ګومان کېږي چې دا ښوونځي د ترکیې دجلاوطن مشر فتح الله ګولن د بنسټ له لوري اداره کېږي چې د اردوغان حکومت یې د ترکیې په وروستۍ کودتا کې په لاس لرلو تورنوي.

په هرات ولایت کې د ترکانو د همکارۍ او پراختیا ایجسنۍ مسوول علي ارغون چینار په یوه خبري غونډه کې وویل، هیله لري چې د افغانستان حکومت به ژر دا ښوونځي بند کړي.

ویل کېږي چې د افغانستان پارلیمان دغه ښونځی د افغان ماشومانو د روزلو لپاره کارنده بللی دی .

د افغانستان د پوهنې وزارت مخکې ویلي و چې دا وزارت د افغان – ترک ښوونځیو له فعالیته راضي دی خو په دې اړه وروستۍ پرېکړه یوازې ولسمشر کولی شي.

افغان – ترک ښوونځي ۲۰ کاله پخوا لومړی د افغانستان په شمال کې پیل شول وروسته په کابل او کندهار کې هم فعال شول.

 

ټیګونه

کمنټونه