Apr 10, 2019 14:50 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د امريکې بم غورزونکې بي ۵۲ الوتکه نسکوره شوه

د امريکې يوه بی 52 بم غورزونکې الوتکه د افغانستان په جنوب کښې نسکوره شوه.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې طالب ځواکونو نن سحر د افغانستان د هلمند ولايت په واشير ولسوالۍ کښې د امريکې يوه بي ۵۲ بم غورځونکې الوتکه نسکوره کړه.

دغه الوتکه په بشپړه توګه وسوزېده او پکښې سوارۀ ټول کسان ووژل شول.

د دغې پېښې لا زيات تفصيلات نه دي اعلان شوي او افغان او امريکائي سرچينو هم تر اوسه په دې باره کښې نظر څرګندونه نه ده کړې.

البته نن سحر په افغانستان کښې د نېټو مطبوعاتي دفتر په هلمند ولايت کښې د يوې بهرنۍ الوتکې البته ډرون الوتکې نسکورېدل تائيدکړل.

 

ټیګونه

کمنټونه