می 01, 2019 16:26 Asia/Kabul
  • افغانستان د سيالۍ ډګر (۸)  په افغانستان کښې د امريکې او روسيې د تعلقاتو پس منظر

د مهربان بخښونکي لوئے څښتن په نامه، ګرانو او عزتمنو دوستانو د تودو سلامونو په وړاندې کولو ره افغانستان د سيالۍ ډګر نومې لړۍ وروستي پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې يوو. په تېرو پروګرامونو کښې مو د سيالۍ او تعامل له نظره په افغانستان کښې د امريکې او روسيې د تعلقاتو د مختلفو اړخونو موضوع وڅېړۀ. په ننني پروګرام کښې په افغانستان کښې د دواړو هېوادونو د تعلقاتو د پس منظر او راتلونکي څېړنه کوو.

په ۲۰۱۱ کال کښې په لېبيا کښې د نېټو فوځي مداخلت او په مصر او تيونس کښې د ولسي پاڅونونو د منحرفولو او د بحرين او اماراتو په شان هېوادونو کښې له لاسپوسو ډېکټاټورانو څخه د ملاتړ د دوام لپاره د امريکې او د هغې د انډيوالانو مداخلت لټونکي رول د روسيې په ټولنو کښې دا نظريه مضبوطه کړه چې لويديځ د اېشيا په لويديځه سيمه کښې د نفوذ د زياتولو لپاره نوے چلند شروع کړے دے. يو داسې چلند چې د روسيې د ټولنو له نظره پکار دي ورسره مقابله وشي.د سوريې بحران ته د ماسکو ننوتلو او په افغانستان کښې د خپلو تحرکاتو زياتولو له لويديځي محور سره د روسيې مقابله په جدي شکل کښې په ډاګه کړه. په دې مېنځومان کښې د افغانستان د امنيت په ټينګولو کښې د امريکې او آئساف ناکامي په تېره بيا د ترهه ګرۍ او د نشه ايزو موادو د پراختيا له مسئلې څخه په اوزاري استفادې سره  روسيې ته د زيان رسولولپاهر د افغانستان له موقعيته د واشنګټن ناوړه استفاده د افغانستان په وړاندې د کرېملين مخه کولو ته د بيا کتنې سبب شوې ده. په دا ډول چې ماسکو په افغانستان کښې په سياسي، امنيتي، اقتصادي او فوځي ټولو اړخونو کښې خپل تحرکات زيات کړي دي.دغې موضوع وښودله چې د ستمبر د يولسمې له پېښې وروسته په افغانستان کښې د امريکې او روسيې ترمېنځ د ملګرتيا د ځينو زمينو باوجود د افغانستان په وړاندې د دواړو هېوادونو سټراټيجکې پالېسۍ په خپلو کښې سره ډېر فرق لري.

په دې لړ کښې افغان کارپېژاندے او له ماسکوپوهنتونڅخه د نړيوالو تعلقاتو د څانګې فارغ التحصيل ملک ستيز باوري دے: که له روسيې او امريکې سره د افغانستان د تعلقاتو تاريخ ته يوه کتنه وکړوو نو دې ته متوجه کيږوو چې دغه سيمې ته د روسيانو جيو پلېټېک نظر د لويديځوالو له نظر سره فرق لري. روسيان په دې باوري دي چې افغانستان له جغرافيائي يا ميداني لحاظه د هغوي په کنټرول کښې دے. کله چې انګريزانو په وړومبي ځل د برصغير له لارې مرکزي اېشيا ته د نزدې کېدو بحث  مطرح کړ،روسيانو په دغه بحث سخته نيوکه وکړه چې دغه جغرافيا د هغوي سټراټيجک صلاحيت په حدودو کښې ده. دغه پاليسي چې تزار پاليسي نوميږي اوس هم د افغانستان په باره کښې د روسيې د سياسي شخصيتونو په تېره بيا د دغه هېواد د سټرايجسټانو په افکارو کښې  موجوده ده او ورباندې ټينګار کوي.

د ځينو کارپېژاندو له نظره د روسيې ولسمشر ولاديمير پيوټن هم د تزار پالېسۍ له ملاتړو څخه دے. روسيان دا مني چې د دغه هېواد په بهرني سیاست کښې د يوې مضبوطې اقتصادي اډاڼې نيشتوالے د دې سبب شو چې په افغانستان کښې د امريکې تاوتريخوالي رامنځته کونکو اقداماتو په اړه د اوږدو کلونو لپاره له صبر او زغم نه کار واخلي. خو له ۲۰۱۷ کال راهسېاو په افغانستان کښې د داعش ځاے پرځاے کولو کښې د امريکې له اقدامه وروسته داسې ښکاري چې روسيان په ارامۍ سره د خاموشۍ د ماتولو په حال کښې دي او په افغانستان کښې د امريکې موقعيت له مشکل سره مخامخوي.

روسيه په افغانستان کښې د امريکې د شتون د لګښت د زياتولو لپاره د طالبانو لپاره د وسلو په برابرولو او له هغوي څخه په اطلاعاتي ملاتړ سره په افغانستان کښې د جنګ او بحران لمن پراخه کړي او په دغه هېواد کښې د امريکې لګښتونه زيات کړي.خو  د ۲۰۱۸ کال په نومبر کښېد  ماسکو په کورباتوب د افغان حکومت له استازيو سره د طالب ډلې خبرو اترو وښودله چې روسيې د افغانستان د بحران د هواري لپاره سياسي لاره چوره غوره کړې ده. دا په داسې حالاتو کښې دي چې د ۲۰۱۹ روان ميلادي کال په مارچ کښې په قطر کښې د طالبانو له استازيو سره د خبرو اترو لپاره د امريکې اقدام وښودله چې واشنګټن کوشش کوي چې د افغانستان په بحران کښې د ماسکو د مېنځګړيتوب په بهير کښې خلل رامنځته کړي.

په افغانستان د روسيې د تحرکاتو زياتېدل د سيمې او په خاصه توګه د افغانستان په وړاندې د امريکې د مداخلت کونکو سياستو په اړه يو ډول ردعمل دے؛ په افغانستان د امريکې حمله او د روسيې د دويم انګڼ په توګه د مرکزي اېشيا د پولوپه خواوشا کښې د امريکائي ځواکونو شتون د امريکې له شتون څخه رامنځته شوې بې ثباتي  او ناامني د افغانستان مسائلوته د ماسکو د لا زياتې توجه سبب شوې ده. د کابل – واشنګټن  د امنيتي موافقې په لاسليکېدو سره په افغانستان کښې د امريکې د وږدې مودې شتون او د فوځي اډو جوړول له افغانستانه روسيې ته د نشه ايزو موادو د قاچاق پراختيا، په افغانستان کښې د ترهه ګرو ډلو په خاصه توګه د داعش ترهه ګرې ډلې شتون اوفعالیت او په هغو کښې د چيچنيائي وسله والو غړيتوب او له طالبانوسره د صلحې د خبرو اترو په شمول د افغانستان د سياسي او امنيتي مسائلو يواړخيز مديريت د دې سبب شول چې روسيان په افغانستان کښې له امريکې د سيالۍ او مقابلې سياست غوره کړي، په دا ډول چې حتی د ۲۰۱۸ کال په اپرېل کښې د امريکې د هغه وخت د دفاع وزير جيمز مېټيس په افغانستان کښې د روسيې اقدامات له امريکې سرهد سټراټيجکې سيالۍ لپاره د يو انتخاب په توګه نوم واخېست او د ماسکو په دغې پالېسۍ يې نيوکه کړې ده.

په حقيقت کښې په امريکه کښې د ډونالډ ټرمپ په اقتدار کښې راتلل د ماسکو او واشنګټڼ ترمېنځ د اختلافاتو د کمښت سبب نه شول بلکه د دواړو خواو ترمېنځ له تاوتريخوالي نه په  لا پراخه سطحه شروع شول. د اېشيا په لويديځ کښې د امريکې د نوې پالېسۍ له مخې امريکه پکار دي په سيمه کښې د خپلو انډيوالو هېوادونو ترمېنځ يو ستر ائتلاف جوړ کړي. د دغو ائتلافونو بنياد په سيمه ايزه او له سيمې نه په وراخوا سطح کښې د امريکې د قوت د زياتېدو په ستنه ولاړ دے چې له روسيې او د چين او ايران په شمول د هغې له انډيوالانو سره د  مخالفت په بنياد يې بڼه نيولې ده. البته امريکې په دې بهير کښې يوازې په ائتلاف جوړونې بسنه نه ده کړې بلکه د اېشيا په لويديځ کښې د تکفيري ترهه ګرو ډلو مضبوطول يې په خپله اېجنډا کښې راوستلي دي، چې له هغو څخه دخپلو سيالوهېوادونو په خلاف د يو اړم په توګه استفاده وکړي. په همدې وجه واشنګټن په پراخه سطح کښې په افغانستان کښې د داعش عناصرو په مضبوطولو لاس پورې کړےدے.

امريکه د يوکرائن، سوريې او يمن په قضيو کښې له ناکامۍ وروسته کوشش کوي په افغانستان کښې داعش عناصرو په مضبوطولو او د دغه هېواد په شمال کښې د ناامني په خورولو او مرکزي اېشيا او روسيې ته د هغې د لمن په غزولو سره له ماسکو سره نيابتی او غېر مستقيم فوځي جنګ ته ورودانګي. په عين حال کښې د ځينو کارپېژاندو له نظره که روسيان وغواړي چې په يوکرائن او سوريې کښې د ځان په خلاف د امريکې دباو کم کړي نو افغانستان به يو مناسب ځاے وي ، ځکه چې روسيان په افغانستان کښې له طالبانو څخه د فوځي او اطلاعاتي ملاتړ له لارې کولې شي دغه ډله د امريکې تر ملاتړ لاندې د داعش په سنګرونو او هم د امريکې په ګټو باندې د حملو لپاره استعمال کړي. په تېره بيا دا چې د امريکې يو اصلي هدف دا دے چې په افغانستان کښې د فوځي شتون د دوام ترڅنګه د افغانستان ګاونډي هېوادونو ته د ناامنۍ په جغرافيائي پراختيا سره  د روسيې چين او ايران ګټو ته زيان ورسوي.

البته د امريکې او روسيې د توغنده اي اختلافاتو د زياتېدو او د افغانستان د صلحې په خبرو اترو کښې د ماسکو په مېنځګړيتوب کښې د واشنګټن د خلل اچونې په شان نويوقرائنو ته په پاملرنې سره  ويلې شوو چې د زلمي خليلزاد نظر له حقيقته لرې ښکاري. خو ويلې شووچې په افغانستان کښې د امريکې او روسيې د هر ډول ملګرتيا يا مقابله د افغانستان د ګټو په بنياد نه بلکه د دغو دوو هېوادونود ګټو په بنياد ده.

د امريکې او روسيې له تاکتيکي ملګرتياو سره سره د واشنګټن او ماسکو ترمېنځ د سټراټيجکو اختلافاتو دوام او د ټرمپ په دوره کښې د هغو زياتېدل افغانستان د دواړو هېوادونو ترمېنخ د نيابتي جنګ او جګړو په يو مېدان بدلوي. په حقيقت کښې په افغانستان کښې سټراټيجکې مقابلې او تاکتيکي ملګرتيا په قالب کښې د روسيې او امريکې د تعلقات پس منظر د جاجونې وړ دے.

ګرانو او قدرمنو دوستانو هيله من يوو چې  پروګرامونو په دې لړۍ کښې موکړې شوي وي په مختصره توګه په افغانستان کښې د روسيې او امريکې د مقابلې او ملګرتيا د مختلفو اړخونو يوه برخه بيان کړې وي. نن د دې لړۍ وروستے پروګرام ؤ نو له دې څخه چې له مونږ سره مو د لړۍ په اورېدو کښې ملتيا وکړه مننه کوو. مهرباني وکړئ د دغو پروګرامونو په اړه مو له خپلو نظرونواو انتقادونو څخه د خپلو مېسجونو او پېغامونو په ذريعه خبر کړئ.بريالي اوسئ.

-------

 

ټیګونه

کمنټونه