می 07, 2019 05:44 Asia/Kabul
  • طالب قوماندان له شرابواو وسلو  سره ونیول شو

د افغانستان کورنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې تایید کړه چې د یوسف په نوم طالب قوماندان یې د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالي کې نیولی دی.

 

د افغانستان رسنیو راپور ورکړ چې په بلخ ولایت کې د طالبانو یو مهم قوماندان له وسلو او د شرابو له بوتلونو سره نیول شوی دی.

د افغانستان  کورنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې تایید کړه چې د یوسف په نوم طالب قوماندان یې د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالي کې نیولی دی.

د افغانستان د  کورنیو چارو وزارت وايي چې له قوماندان یوسف سره یې په هایلکس موټر کې ۱۱ بوتله شراب، یو چلم، یو کلاشینکوف، یوه تمانچه، یو بادي ـوپک او یو شمېر مهمات نیولي دي.

طالبانو تراوسه پورې د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

 

 

ټیګونه

کمنټونه