Jul 02, 2019 16:36 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې یونیم سل طالبان وژل شوي دي

د افغانستان دفاع وزارت د دغه هیواد د ملي اردو په عملیاتو کښې د طالب ډلې د ۱۵۱ غړو د وژل کیدو خبر ورکړ.

د افغانستان د دفاع وزارت په ننۍ خبرپاڼه کښې راغلي دي چې د طالب ډلې دغه ۱۵۱ غړي په  فاریاب ، بادغیس ، فراه ، پکتیا ، وردک ، غزني، تخار ، هلمند، کاپیسا، خوست، لوګر، نیمروز، هرات ، بلخ او سرپل ولایتونو کښې د ملي اردو په مځکنیو او هوايي عملیاتو کښې وژل شوي دي.

په دغو عملیاتو کښې هم داشان ۷۵ طالب وسله وال زخمي شوي هم دي.

له بلې خوا طالبان مدعي شوي چې د افغانستان په مختلفو سیمو کښې د دغې ډلې د کسانو په حمله کښې ۱۸۰ افغان پوځیان وژل شوي دي، خو د افغانستان حکومت دغه ادعا رد کړه.

له بلې خوا د جنوبي ولایت قندهار مسئولانو ویلي دي چې د دغه ولایت پولیس ځواکونو نن یو ځانمرګی بریدګر پيژندلی او هدف ته له رسیدو مخکښې یې په ډزو ویشتی او وژلی دی.

 

ټیګونه

کمنټونه