Sep 17, 2019 14:46 Asia/Kabul
  • په کابل کې چاودنې لږترلږه ۳ تنه وژلي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پېښه تایید کړه خو د مړو او ټپیانو په تړاو یې معلومات وړاندې نه کړل.

د افغان رسندیو له راپور سره سم د افغانستان د  امنیه قومندانۍ سرچینو ویلي، پېښه د دفاع وزارت پېژنتون په دروازه کې یو ځانمرګی برید و چې لږ تر لږه ۳ کسان په کې د لومړنیو شمېرو له مخې وژل شوي دي.

د  افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پېښه تایید کړه خو د مړو او ټپیانو په تړاو یې معلومات وړاندې نه کړل.

د افغانستان د  کورنیو چارو وزارت یوه بله سرچینه بیا وايي، برید د نهمې حوزې اړوند دویم مکروریانو سیمه کې د دفاع وزارت د پيژنتون په دروازه کې شوی دی.

د برید پړه چا پر غاړه نه دی اخیستی خو دا تقرییبا همغه ساحه ده چې تېره اوونۍ د یکشنبې په ورځ هم په کې د ملي امنیت پر یو چک پواینټ طالبانو موټر بم برید وکړ او په کې د یوولس ملکیانو په ګډون ۱ امریکايي عسکر ووژل شو.

له دې پېښې وروسته ټرمپ له طالبانو سره مذاکرات وځنډول.

دا برید په داسې وخت وشو چې ورسره هممهاله په چاریکار کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندید محمد اشرف غني د انتخاباتي کمپاین د غونډې ځای ته نژدې چاودنې لږترلږه ۲۴ تنه ووژل او تر ۳۰ ډېر نور یې ژوبل کړل.

هیڅ ډلې تر دې دمه د دواړو بریدونومسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

 

ټیګونه

کمنټونه