Sep 17, 2019 16:00 Asia/Kabul
  • اشرف غنی وویل  اوربند د سولې لومړنې شرط دې

افغان ولسمشر ټینګار کړی چې سوله د افغانانو اساسي غوښتنه ده او افغان حکومت به ورته د رسېدو لپاره د ولسوالیو او کلیو په کچه ټول افغانان منسجم کړي.

 افغانستان ولسمشر اشرفغني نن سهار د علماو شورا له غړو سره په لیدنه کې ویلي، د سولې د پروسې مالکیت به د افغان حکومت په لاس کې وي او اوربند به پکې اساسي شرط وي.

 له ارګه په دې اړه افغان رسندویو ته په استول شوې بیانیه کې د اشرف غنی  له قوله راغلی چې په انډونیزیا او مکه مکرمه کې د افغان علماو دریځ نیونه د دې سبب شوه چې سولې ته شرایط اماده شول.

افغان  ولسمشر ټینګار کړی چې سوله د افغانانو اساسي غوښتنه ده او افغان حکومت به ورته د رسېدو لپاره د ولسوالیو او کلیو په کچه ټول افغانان منسجم کړي.

افغان ولسمشر غني په داسې حال کې سولې لپاره د اوربند شرط اعلان کړی چې تر ده وړاندې یې ویاند صدیق صدیقي ویلي وو چې حکومت تر ټاکنو پورې د سولې هلې ځلې ځنډولې دي.

 

ټیګونه

کمنټونه