Sep 18, 2019 15:02 Asia/Kabul
  • د غزني په آب بند ولسوالۍ کښې درې طالبان وژل شوي او درې نور ونيوی شول

د افغانستان پولیسو د غزنی ولایت په آب بند ولسوالۍ کښې په خپلو عملیاتو کښې درې طالب وسله وال وژلي او درې یې ژوندي نیولې دي

دغزنی ولایت مقام د رسنیو دفتر وایی چې د آب بند ولسوالۍ اړوند خدوخيل، جولي او جان ګل کليو کې بيګاه شپه د پوليسو د ځانګړي 333 قطعې لخوا د وسله والو د ځپلو په موخه عمليات ترسره شوي چې په ترڅ کې يې 3 تنه وسله وال وژل شوي او د سيد احمد مشهور په منصور او عبدالاحمد مشهور په ابو سعيد په ګډون 3 تنه ژوندي نيول شوي دي.

دیادونې وړه ده چې د غزنی په مختلفو برخو کې دافغان ځواکونو ځمکني او هوايي بریدونه دوام لري.

 

ټیګونه

کمنټونه