Sep 20, 2019 07:34 Asia/Kabul
  • لوګر کښې د امریکايي پوځیانو په کاروان حمله وشوه

د افغانستان په لوګر ولایت کښې د امریکايي پوځیانو قافله له حملې سره مخامخ شوه.

د افغانستان ځايي سرچینو وویل چې یو وسله وال بیګا ماښام خپل له چاودونکو موادو ډک موټر د ختیځ ولایت لوګر په مرکز پل علم ښار کښې د امریکيي پوځیانو د کاروان د تیریدو په لاره کښې وچاوده.

د دې چاودنې د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه لا کوم کره رپورټ نه دی ترلاسه شوی خو پړه یې طالب ډلې منلې ده.

 

ټیګونه

کمنټونه