Sep 20, 2019 15:40 Asia/Kabul
  • کرزی: په ډیورنډ د سرحد لیکل افغانستان سره خیانت دے

پخواني ولسمشر حامد کرزي وويل چې په ډیورنډ کرښه د سرحد لیکل افغانستان سره خیانت دے چې افغانانو د ګندمک د معاهدې څخه وروسته منلی نه دی.

د افغان سرچينو له مخې کرزي وویل چې په ۲۰۱۴ کې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان سرنوشت وټاکۀ او خلقو په دې هیله چې حالات به ښه شي غبرګون ونه ښود، خو حالات ورځ تر بلې خراب شول.

هغه زياته کړه، د ۲۰۱۴ ټاکنو وروسته پاکستان د دې جرأت پیدا کړ چې د ډیورنډ پر کرښه اغزن تار تېر کړي او افغان حکومت ډیورنډ په تورخم کې د پاکستان د لومړي وزیر سره یوځاے د سرحد په نوم یاد کړ.

کرزي د حکومت له خوا د ډیورنډ پر کرښه د تورخم لارې ۲۴ ساعته خلاصولو پرانیستې غونډې په غبرګون کښې د افغان چارواکو ګډون د تأسف وړ وبلۀ.

 

ټیګونه

کمنټونه