Sep 21, 2019 05:00 Asia/Kabul
  • د نړۍ له هرو ۵ ماشومانو یو د افغانستان په شان جګړه ځپلي هېواد کې زېږي

یونیسیف په خپل تازه راپور کې وايي دا مهال له هرو پنځو نویو زېږېدونکو ماشومانو کې یې یو په خطرناک او له تاوتریخوالي ډک چاپېریال کې نړۍ ته سترګې غړوي.

یونیسیف وايي، تېر میلادی کال د افغانستان، سومالیا، جنوبي سوډان، سوریې او یمن په څېر خطرناکو جګړه ځپلو سیمو کې ۲۹ میلیونه ماشومان زېږېدلي دي.

 

یونیسیف په خپل تازه راپور کې وايي دا مهال له هرو پنځو نویو زېږېدونکو ماشومانو کې یې یو په خطرناک او له تاوتریخوالي ډک چاپېریال کې نړۍ ته سترګې غړوي.

 

د یونیسف اجرائیوي رئیسه هنریتا فور وايي، تجربو ښودلې چې کومو سیمو کې دوامداره تاوتریخوالی او جګړه وي هلته ماشومان د یاداښت حس، روغتیايي او جسمي رواني وده له لاسه ورکوي.

 

یونیسیف وايي، په جګړه ځپلوسیمو کې اړتیا ده چې والدین د ځان پر ځای د خپلو ماشومانو له تباهۍ سره مخ راتلونکې ته اندېښمن شي او مقابله ورسره وکړي.

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه