Sep 21, 2019 05:08 Asia/Kabul
  • د بخښنی نړیوالې ادارې وویل د خوږیاڼو او زابل ملکي تلفات د منلو نه دی

د ننګرهار امنیتي چارواکو تایید کړه چې د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې برید ۱۸ ملکیان وژلي او ۶ نور یې ټپیان کړي دي.

د افغان رسندویو له راپور سره سم د  بښنې نړیوال سازمان په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې پر پټنځایونو د برید په ترڅ کې د ۱۸ ملکیانو په وژنه سخت غبرګون ښودلی او وايي، دا کار د منلو نه دی.

د ننګرهار امنیتي چارواکو تایید کړه چې د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې برید ۱۸ ملکیان وژلي او ۶ نور یې ټپیان کړي دي.

د بښنې نړیوال سازمان په خپله اعلامیه کې دا برید غندلی او وايي، امریکايي ځواکونه دې په عملیاتو کې د ملکیانو خوندیتوب ته پام وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان دغه راز په زابل- قلات کې هم د طالبانو برید غندلی او پر ښکیلو لوریو یې غږ کړی دی چې نور دې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي.

امریکایی عسکر تل په خپلو څاروی ډوله حملو کی بیګناه خلک وژنی .

 

 

ټیګونه

کمنټونه