Sep 21, 2019 13:32 Asia/Kabul
  • د افغانستان په ختيځ کښې د امريکائي فوځيانو په جنايتونو کښې د افغان کارګرانو د قتل عام غندنه

د افغانستان د بشري حقوقو کمېشن په ننګرهار ولايت کښې د امريکائي ترهه ګرو فوځيانو په هوائي حمله کښې د افغان کارګرانو قتل عام جنګي جنايت او نسل وژنه وبلله.

له کابله زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د افغانستان د بشري حقوقو کمېشن نن په يوې بيانيه کښې د دغه هېواد د بېګناه خلقو په قتل عام کښې د امريکې د ترهه ګرو فوځيانو د جنايت په غندلو سره دغه حمله د نړيوالو بشردوستانه قوانينو خلاف ورزي وبلله.

په دغه بيانيه کښې له امريکې وغوښتل شول چې په استوګن او غير فوځي سيمو له حملو دې ډډه وکړي.

په ننګرهار ولايت کښې له خوګياڼو سره نزدې په يو کلي د مريکائي ترهه ګو فوځيانو په هوائي حمله کښې له دېرشو زيات مزدوران چې د کرهڼيزو محصولاتو په غونډولو بوخت وو وويل شول او څلوېښت نور ژوبل شول.

په افغانستان کښې د امريکائي ترهه ګرو فوځيانو په جنايتونو کښې تر اوسه په لسګونو زره قتل عام شوي دي چې د دغه هېواد د خلقو، مذهبي او سياسي شخصيتونو،پارلېماني استازيو قهر او کرکه راپارولې ده.

 

 

ټیګونه

کمنټونه