Sep 21, 2019 14:59 Asia/Kabul
  • غزني کې د (مبين) تر نامه لاندي پيل شوي عمليات بريالي روان دي

د غزني ولایت د رسنیو دفتر په دغه ولايت کښې د مبين نومې ځانګړيو عملياتو د شروع کېدو خبر ورکړ.

له غزني نه زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د غزني ولایت د رسنیو دفتر وایي چې ، د غزني ولايت په جغتو او رشيدان ولسواليو کې د ګډو افغان (ځانګړو، هوايې، ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت) ځواکونو لخوا پرون سهار د (مبين) تر نامه لاندي پيل شوي پوځي عمليات په برياليتوب سره مخ پر وړاندي روان دي.

د يادو عملياتو په ترڅ  کې تر اوسه د جغتو ولسوالۍ اړوند قياق دره او د جغتو او رشيدان ولسواليو اړوند شاوخوا 20 کلي د وسله والو له شتون څخه پاک شوي.

په يادو عملياتو کې امنيتي سرتيرو او ولسي خلکو ته ﺯيان ندى اوښتى او په برياليتوب سره روان دي.

 

ټیګونه

کمنټونه