Sep 21, 2019 15:05 Asia/Kabul
  • په غزنی کښې له یوې خطرناکې خونړۍ پیښې مخ نیوے وشو

دافغانستان په غزني ولایت کښې افغان امنیتی ځواکونو له یوې خونړۍ پیښې مخ نوی وکړ

د غزنی ولایت د رسنیو دفتر وايي چې، ځانګړو افغان ځواکونو تیره شپه ۹ تنه وسله وال طالبان په دې ولایت کې (دمبین) عملیاتو په لړ کښې د غزني او زابل لپاره دطالبانو دځانمرګو بریدونو دپلانولو دمسؤل او د هغوي د دریو وسله والو په ګډون ونیول چې دوه بم اېښول شوي موټرونه يې غزني کښې د خونړيو بریدونو لپاره چمتو کړي وو.

دیادولو وړ ده چې په غزنی ولایت کښې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د افغان ځواکونو له خوا ځانګړي تدابیر نیول شوي . امنیتی چارواکي وایي چې د مبین تر نامه لاندې پوځي عملیات هم روان دي.

 

ټیګونه

کمنټونه