Sep 22, 2019 07:33 Asia/Kabul
  • د افغانستان خارجه وزیر په ولسمشر غني نیوکه وکړه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د قدرت د انحصار لپاره د اشرف غني تیرې پنځه کلنې هلې ځلې د هیواد د نظام د کمزورې کیدو لامل وبللې.

تسنیم خبري آژانس لیکلې دي چې صلاح الدین رباني پرون وویل چې د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د انحصار پالنې په وړاندې یې تراوسه مقاومت او دریدنه کړې ده.

هغه هم داشان د افغانستان انتخاباتي کمیشنونو ته خبرداری ورکړ چې هیڅوک به پرې نږدي چې یوځل بیا په درغلۍ سره د هیواد واک او اختیار ترلاسه کړي.

د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند مشر ټینګار وکړ: کوم کسان چې د زور په کارولو او په سلقه ایز او شخصي حاکمیت سره هڅه کوي یو کس پر خلکو مسلط کړي، د هغوي خوب به تعبیر نه شي.

رباني هم داشان وویل چې د ترهګرۍ خلاف ننی جنګ روا دی او دا د قدرت جنګ نه دی.

د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو په درشل کښې له ولسمشر اشرف غني سره د اجرايیه رییس او د ټاکنو د کاندید عبدا... عبدا... اختلافات هم زیات شوې دي.

 

ټیګونه

کمنټونه