Sep 23, 2019 06:36 Asia/Kabul
  • حکومت نیت لري دطالبانو دیوشمیر بندیانو په دوسیو له غور کولو وروسته هغه خوشي کړي .
    حکومت نیت لري دطالبانو دیوشمیر بندیانو په دوسیو له غور کولو وروسته هغه خوشي کړي .

زمونږخبریال وایی د افغانستان دننګرهار د والی ویاند عطا الله خوګیاڼی د طالبانو او د داعش ترهګرې ډلې ترمینځ دجنګ په بهیر کښې دیولسو (۱۱) وسله والو ترهګرو دوژل کیدا خبر ورکړ .

هغه وویل دغه نښته د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کښې شوی ده او له کبله یې دداعش ترهګرې ډلې نهه (۹) او دطالبانو ډلې دوه (۲) غړی وژل شوی دی .

تراوسه د افغانستان د طالبانو او دداعش ترهګرې ډلې ترمینځ په ځلونو نښتې شوی او ګڼ شمیر کسان پکښې وژل شوی هم دی .

بل خبر دا چې د افغانستان د سولې په چارو کښې د حکومت وزیر« سلام رحیمی» په کابل کښې د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت په یولړ مراسمو کښې وویل حکومت نیت لری دطالبانو دیوشمیر بندیانو په دوسیو له غور کولو وروسته هغه خوشی کړی .

 

ټیګونه

کمنټونه